د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له برېتانوي چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد د تېرې سه شنبې په ورځ د افغان سولې په تړاو خپل شپږم پړاو سفیر پیل کړی دی.
نوموړی د خپل سفر په ترڅ کې لومړی برېتانیا ته تللی او هلته یې د دغه هېواد له چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي.
هغه په لندن کې د افغانستان او پاکستان لپاره د برېتانیا له ځانګړي استازي ګزیټ بیلي په ګډون له یو شمېر لوړ پوړو چارواکو سره د افغانستان د سولې په اړه سلا مشورې کړې.
تر دغه لیدونو وروسته خلیلزاد تېره شپه پر خپل ټوېټر لیکلي، چې له بریتانوي لوړ پوړو چارواکو سره یې په افغانستان کې د سولې او زموږ د هېوادونو د امنیت ګډ هدف ته د رسېدو پر لارو چارو خبرې وکړې.
ده زیاته کړې« له بریتانوي شریکانو سره مشوره تل د خوښې وړ ده.»
کابل کې د برېتانیا سفارت هم د خلیلزاد او برېتانوي چارواکو تر لېدنې وروسته په ټوېټر لیکلي، چې د برېتانیا حکومت د سولېد هڅو ملاتړ کوي.
دغه سفارت دا هم ویلي، چې دوی د بین الاافغاني خبرو د پيلېدو او په کې هغې کې د سیمې هېوادونو د رغندله رول لوبولو هڅه هم کوي.
ټاکل شوې، چې خلیلزاد تر دې وروسته، بلجیم، ازبکستان، پاکستان، قطر او افغانستان ته هم سفر وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل