امریکا او هند یو ځل بیا پر پاکستان غږ کړي، چې په خپله خاوره کې د ترهګرو ډلو پر وړاندې جدي، ریښتینې او هدفمنده مبارزه وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د امریکا او هند ګډې کاري ډلې تېره ورځ جمعه د ترهګرۍ پر وړاندې پر ګډې مبارزې خبرې او ټینګار کړی دی.
تر دغه غونډې وروسته په یوه ګډه اعلامیه کې ویل شوي، چې پاکستان تر دې دمه د ترهګرو ډلو پر وړاندې رښتینې مبارزه نه ده کړې.
په اعلامیه کې راغلي، په سیمه کې د ثبات لپاره اړینه ده، چې پاکستان د شته نړیوالو ترهګرو ډلو پر وړاندې هدفمنده، جدي او رښتینې مبارزه وکړي.
هندي چارواکو زیاته کړې، چې پاکستان په سیمه کې د نا امنۍ سبب دی او په دغه هېواد کې شته ترهګرې ډلې د پاکستاني استخباراتو له ملاتړه برخمنې دي.
دوی پر پاکستاني حکومت غږ کړی چې نور دې د ترهګرو ډلو ملاتړ پرېږدي او له نړیوالو سره دې رښتیني شي.
په دغه ګډه اعلامیه کې ټینګار شوی، د نړیوالې ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د ترهګرو ډلو د ځپلو لپاره پر پاکستان فشار اړین دی.
جمهورخبري آژانس:کابل