۰

په جنرال دوستم په برید کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

یکشنبه ۱۱ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۳۳
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر موټریز کاروان په برید کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
په جنرال دوستم په برید کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده
په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر موټریز کاروان په برید کې ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جنرال دوستم پرون شنبې د وري ۱۰ مه له ترکیې مزارشریف ته تر رسېدو وروسته بلخ کې خپلو پلویانو ته وینا وکړه او بیا د جوزجان په لور وخوځېده.

نوموړی جوزجان ته په لاره و، چې د بلخ ولایت د چهاربولک ولسوالۍ په شرسره سیمه کې تر وسله وال برید لاندې راغی.

د جنبش ګوند ویاند بشیر احمد تینج وايي، ښاغلی دوستم له دغه برید ورغ وتلی، خو یو ساتونکی یې وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا دوستم له دغه پېښې وړاندې خبر درلود، خو بیا یې هم جوزجان ته د تګ پروګرام ونه ځنډوا.

په ورته وخت په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو څخه خپره شوې خبرپاڼه وایي، د جنرال دوستم پر کاروان د چهاربولک ولسوالۍ په علم خېل، مرګین تپه شرشرک، خان آباد، سلېمان خېل، جوی اوزبیک، تیمورک او چوبه کلیو کې بریدونه شوي دي.

خو د برید پر مهال د ولید ۴۰ عملیاتو په لړ کې د ځانګړو کمانډو ځواکونو سرتېري سیمې ته ورسېدل او پر طالبانو یې برید پیل کړ.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، د افغان کمانډو ځواکونو په برید کې د طالبانو یو مهم او کلیدي سرګروپ زلمی مشهور په سنګري له خپلو دریو ملګرو سره و وژل شو او ۷ نور یې ټپیان شول.

خبرپاڼه وايي، په دغه جګړه کې د طالبانو یو بل مهم او کلیدي غړی نیول شوی او د پوښتنو ګروېږونو لپاره شبرغان ښار ته وړل شوی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې جنرال دوستم پرون په بلخ کې خپلو پلویانو ته په وینا کې و ویل، چې که ولسمشر او امنیت شورا اجازه ورکړي، نو په شپږو میاشتو کې به ټول شمال د وسله والو له شتون څخه پاک کړي.

هغه دا هم و ویل، چې د سولې خبرو ته هیله مند دی، خو وايي، که یې نتیجه ورنکړه نو چمتو دی له خپلو خلکو پر هغه توره دفاع وکړي، چې له پلار او نېکه ورپاتې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي