۰

د افغان حکومت له مشرانو او سیاسیون سره د خلیلزاد لیدنه

سی شنبه ۱۳ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۹
د افغان حکومت مشرانو او یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.
د افغان حکومت له مشرانو او سیاسیون سره د خلیلزاد لیدنه
د افغان حکومت مشرانو او یو شمېر سیاسي او جهادي څېرو د افغان سولې په تړاو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره لیدلي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون دوشنبې د وري ۱۲ مه کابل ته راغلی او له افغان ولسمشر غني، اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله، د سولې د دارالانشا له رییس محمد عمر داودزي، د بهرنیو چارو سرپرست وزیر صلاح الدین رباني، جهادي مشر استاد سیاف او ځینو نورو څېرو سره یې وکتل.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې د ولسمشر غني او خلیلزاد د لیدنې په اړه جزیات نه دي ورکړی، خو ویلي یې دي، په دغه کتنه کې دواړو لورو پر سوله خبرې کړې او ویلي یې دي، چې د سولې به تړواو به خپلو خبرو ته دوام ورکړي.

د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې اړه به جزیات او پرمتګونه له افغان ولس سره شریک کړای شي.

خو اجرائیه ریاست د عبدالله او خلیلزاد د ناسې په اړه ویلي، چې ښاغلي خلیلزاد له اجرائیه ریس سره کتنه کې د قطر د خبرو د پایلې، د هغه د وروستیو سفرونو، پرمختګونو او خنډونو په اړه معلومات شریک کړل.

اجرائیه ریاست وایي، خلیلزاد ټینګار وکړ، چې ټول شموله افغاني مذاکرات، اوربند او یوې تل پاتې سولې ته د افغانانو رسېدل یې اصلي موخه او هدف دی او هڅه کوي بین الاافغاني مذاکرات پیل شي.

خلیلزاد ویلي له طالبانو سره د امریکا په خبرو کې هېڅ پټه مساله شتون نه لري او افغانان باید د خپل هېواد د برخلیک په اړه خپل تصمیم ونیسي.

ښاغلي عبدالله هم د سولې په تړاو د امریکا له هڅو مننه کړې او خلیلزاد ته یې ویلي چې افغان حکومت د مذاکراتو اصل او یوې تل پاتې او باغزته سولې ته ژمن دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي