ارګ وایي، د ولسمشر غني په مشرۍ د ملي امنیت شورا د ۱۳۹۸ کال لپاره د خالد عملیاتو پلان تصویب کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه نن سه شنبې د وري ۱۳ مه له غرمې مخکې په ارګ ماڼۍ کې جوړه شوې وه.
د ارګ په خبرپاڼه کې ویل شوي په دغه غونده کې د هېواد د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب، او د امنیتي سکتور رهبرۍ په کې ونډه درلوده.
سرچینه زیاتوي، په ناسته کې د د ۱۳۹۸ کال د امنیتي پلان پر جزییاتو مفصل بحثونه وشول او دغه امنیتي پلان یې تصویب کړ.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، خالد امنیتي پلان په ټول هېواد په ځانګړې توګه د ښارونو او لویو لارو د امنیتي وضعیت د ښه والي، د دښمن د ځپلو، له ګواښ سره مخ سیمو د پېژندلو، د ټاکنو د امنیت لپاره د تدابیرو، د ملکي تلفاتو د مخنیوي او د ځواکونو د سم سمبالښت او ځای پر ځای کېدو په موخه تطبیق او عملي کېږي.
جمهورخبري آژانس:کابل