۰

افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۱۶۰ زره کسان زیانمن کړي

چهارشنبه ۱۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۰۱
د ملګرو ملتونو د بشري مرستیو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو تر ۱۶۰ زره زیات کسان زیانمن کړي دي.
افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۱۶۰ زره کسان زیانمن کړي
د ملګرو ملتونو د بشري مرستیو د همغږۍ دفتر وايي، په افغانستان کې وروستیو سېلابونو تر ۱۶۰ زره زیات کسان زیانمن کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د هم‌غږۍ دفتر«OCHA» په یوه تازه راپور کې چې پرون سه شنبې د وري ۱۳ مه یې خپور کړی ویلي افغان وکړو ته دغه زیان په تېرو دریو میاشتو کې اوښتی دی.

په دغه راپور کې ویل شوي، چې د سېلاونو له امله تر ۴۲ زره زیات کسان له خپلو کورنو بې ځایه شوي، چې په کې د تېرې اوونۍ سېلاب ځپلي هم شامل دي.

دغه دفتر وايي، سېلابونه تر ډېره په هرات، بلخ، بادغیس، فاریاب، جوزجان، سرپل، هلمند او کندهار ولایتونو کې خلکو ته ځاي او مالي زیان اړولی دی.

ملګري ملتونه وايي، د روان میلادي کال د پیل راهېسې په تېرو درې میاشتو کې په افغانستان کې تر ۱۶۰ زرو زیات وګړي، سیلابونو زیانمن کړي دي.

په ورته وخت کې د طبیعي پېښو سره د مبارزې په چارواکو کې د دولت وزیر نجیب آقا فهیم ویلي په افغانستان کې وروستیو سېلابونو ۱۴۱ کسان وژلي او ۲۷ زره کورونه یې ویجاړ کړي دي.

دی وايي، ټولو ولایتونو کې سېلاب ځپلو سیمو ته مرستندویه ډلې لېږل شوې، خو دا چې تر اوسه ورسره مرسته شوې که نه څه یې نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي