۰
د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړي:

افغانستان کې باید ۱۰ زره امریکایي پوځیان وساتل شي

شنبی ۱۷ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۵۴
د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۱۰ زره نه کمېږي.
افغانستان کې باید ۱۰ زره امریکایي پوځیان وساتل شي
د امریکا د استازو جرګې یو شمېر غړو وړاندیز کړی، چې په افغانستان کې دې د امریکايي پوځیانو شمېر تر ۱۰ زره نه کمېږي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وړاندیز د امریکا د استازو جرګې غړو، لیز چیني الیز سټفانیک او مایک والټز له خوا شوی دی.
انټي وار امریکايي خپرونې راپور ورکړی دغه استازو داسې یوه طرحه چمتو کړې، چې پر مټ به یې په افغانستان کې تر ۱۰ زره پورې امریکايي پوځیان وساتل شي.

دغه امریکايي استازي غواړي یاد طرحه په جرګه کې تصویب او هڅه وکړي، چې له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو مخه ونیسي.

د دغه وړاندیز کوونکو استازو څخه لیز چیني ویلي که په افغانستان کې امریکايي پوځیان حضور ونه لري دا هېواد بهیو ځل بیا د ترهګرو پر پټنځایونو او مرکزونو بدل شي.

نوموړي ویلي القاعده لا هم له طالبانو سره نژدې اړیکې لري او داسې شرایط رامنځته کوي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو د حضور دوام ته اړتیا پیدا کوي.

په ورته وخت کې دوی له طالبانو سره د سولې روانه پروسه ناوړه معامله بللې او ټینګار یې کړي، چې هڅه کوي له افغانستانه د امریکايي پوځیانو د وتلو د موافقې مخه ونیسي.

باید و ویل شي، چې تر دې وړاندې هم د امریکا د استازو جرګې ځینو جمهوري غوښتونکو استازو په افغانستان کې د سولې پر روان خبرو اندېښنه ښودلې وه.

 لیز چیني او جیم بنکس ویلي وو د سولې پر روانو خبرو نظارت او څارنه حتمي ده او باید ډاډ حاصل شي چې دغه خبرې په افغانستان کې د ثبات او امنیت سبب ګرځي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي