۰

عبدالله: ډېر ژر به د سولې رهبري شورا جوړه شي

یکشنبه ۱۸ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۳۳
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په راتلونکو څو ورځو کې د سولې په برخه کې د یوې ځانګړې رهبرۍ شورا د جوړېدو خبر ورکړی دی.
عبدالله: ډېر ژر به د سولې رهبري شورا جوړه شي
د افغان حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په راتلونکو څو ورځو کې د سولې په برخه کې د یوې ځانګړې رهبرۍ شورا د جوړېدو خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي عبدالله دغه څرګندونې د ترکیې له ټي ار ټي تلوېزیون سره په یوه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، دوی هیله لري، چې د سولې خبرې ژر یوې پایلې ته ورسېږي.

نوموړي زیاته کړې، چې په نېږدې ورځو کې به د سولې د خبرو اترو لپاره یوه نوې رهبري شورا جوړه شي او دا شورا به د سولې په برخه کې بشپړ صلاحیت ولري.

د افغان حکومت اجرائیه رییس ویلي افغانان سولې ته نږدې شوي دي او ټول هیله لري چې په دغه هېواد کې روانه جګړه د تل لپاره ختمه شي.

خو په وینا یې افغانان د داسې سولې غوښتونکي دي، چې په هېواد کې د دایمي ثبات سبب شي او دلته اوسنۍ خونړۍ جګړې پای ته ورسوي او د کلونو زحمتونو لاس ته راوړنې وساتل شي.

عبدالله دغه څرګندونې پر داسې مهال کړې، چې همدا نن یکشنبې د وري ۱۸ مه ارګ کې د افغان ولسمشر او سیاسیون تر منځ دسولې د رهبرۍ شورا په اړه یوه غونده روانه ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي