د لوګر د پوهنې ریاست د مطبوعاتودفتر وايي، د دغه ولایت د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رئیس ښاغلي حاجي عبدالرحمن ناصري خپل کور ښوونځي ته وقف کړ.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست نن سه شنبې د وري ۲۰ مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي، نوموړي خپل کور د عبدالرحمن په نوم د نجونو منځني ښوونځي ته وقف کړی.
په خبرپاڼه کې ویل شوي دغه کور د لوګر ولایت په برکي برک ولسوالۍ کې په یوه جرېب ځمکه کې جوړ شوی، چې ۹ خونې لري.
خبرپاڼه زیاتوي، په یاد کور کې اوس مهال د دغه ښوونځي ۵۵۴ نجونې زده کوونکې په همدغو خونو کې سبق وایي.
خپله د لوګر د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ رییس ویلي له دې کار یې موخه نجونو ته د زده کړو زمینه برابرول دي.
باید و ویل شي، چې د عبدالرحمن ښوونځی پر ۱۳۸۱ لمریز ښوونیز کال تاسیس شوی، چې د اتو سیمو نجونې ورته د زده کړو لپاره ورځي.
د لوګر د پوهنې ریاست د ولسمشر د لارښوونې له مخې ښوونځیو ته د ځمکو د پیدا کولو په موخه یوه کمېټه جوړه کړې ده.
سرچینه زیاتوي، یادې کمېټې په تېر کال کې د ښوونځیو لپاره شاوخوا ۱۲۰ جریبه ځمکه د خلکو تر هڅولو وروسته ښوونځیو ته اخیستي دي.
جمهورخبري آژانس:لوګر