۰

روسیه، امریکا او چین پر افغان سوله غونډه کوي

شنبی ۲۴ حمل ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۸
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي په نېږدې راتلونکې کې به روسیه، امریکا او چین د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
روسیه، امریکا او چین پر افغان سوله غونډه کوي
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي په نېږدې راتلونکې کې به روسیه، امریکا او چین د افغانستان په اړه غونډه وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف ویلي ټاکل شوې دغه غونډه د روانې میلادي میاشتې په ۲۵ مه نېټه د روسیې پلازمېنه مسکو کې وشي.

نوموړي په دې درې اړخیزه غونډه کې به چې افغانستان ته ځانګړې شوې د افغان سولې په اړه خبرې اترې وشي.

کابلوف ویلي، یادې غونډې ته به د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازي زلمي خلیلزاد هم ورشي او له مسکو څخه به لیدنه وکړي.

په دې وروستیو کې د افغانستان پر روان وضعیت او په ځانګړې توګه د سولې په اړه د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ ناستې او خبرې زیاتې شوې دي او د افغان سولې مساله په یوه نړیواله موضوع بدله شوې.

څو ورځې وړاندې د اروپايي ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو هم پر افغان سوله ناسته کړې وه او په دې ناسته کې یې د افغانستان له سولې د ملاتړ توافق تصویب کړ.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي