د ناروې د پوهنې وزیر دګيو لستين وايي، هېواد یې چمتو دی، چې د ښوونې او روزنې په برخه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ناورې د بهرنیو چارو وزیر دګيو لستين دغه څرګندونې د افغانستان د پوهنې له سرپرست وزیر میرویس بلخي سره په لیدنه کې کړې دي.
د پوهنې ریاست نه خپره شوې خبرپانه وايي، بخلي، چې امریکا ته په یوه رسمي سفر تللی، پرون د ناورې د پوهنې له وزیر سره لیدلي دي.
خبرپانه وايي، دغه لیدنه د تعليمECW ټولني د ارشدو مديرانو د مركزي سمينار په يوه څنډه كې ترسره شوې او دواړو لورو د افغانستان له ښوونې او روزنې څخه د ملاتړ په موخه خبرې اترې كړې دي.
د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ د ناروې د پوهنې وزير ویلي، د تعليمي نصاب په برخه كې د مرستو له څېړلو وروسته به د دې هېواد ملاتړ او همكاري په نورو تعليمي برخو كې لا ګړندۍ او زياتې شي.
جمهورخبري آژانس:کابل