د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو یو ځل بیا د افغان جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی او وايي واشنګټن هڅه کوي، د خپل تاریخ تر ټولو اوږده جګړه پای ته ورسوي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پمپیو چې د امریکا په تګزاس ایالت کې د یو پوهنتون محصلینو ته وینا کوله ویلي امریکا هڅه کوي، د امریکايي سرتېرو په ګډون د ټولو افغانانو ژوند وژغوري او په دغه هېواد کې روانه جګړه پای ته ورسېږي.
د هغه په وینا امریکا د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرو ته هم زمینه برابروي او دا به یو ستر پرمختګ وي.
د امریکا د بهرنیو چارو وزیر دغه څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې له یوې خوا د امریکا او افغان حکومت له خوا سولې ته هڅې روانې دي، خو له بلې خوا طالبانو د پسرلنیو عملیاتو اعلان کړی دی.
د ملګرو ملتونو امنیت شورا ویلي، چې د طالبانو له خوا د جګړې دغه اعلان له افغان وژنې پرته بل ځه نه دي او غواړي، چې جګړه اوږده شي.
امنیت شورا د جګړې پر ښکېلو غاړو غږ کړی، چې جګړه ودروي او پر ځای یې د سولې له رامنځ ته شوي فرصته ګټه واخلي او سوله وکړي.
جمهورخبري آژانس:کابل