۰

سترې محکمې د ولسمشر غني د کار موده تمدید کړه

یکشنبه ۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۳۱
رسنیو تر لاسه کړي لاسوندونه ښيي، چې د هېواد سترې محکمې تر راتلوونکو ولسمشریزه ټاکنو پورې د ولسمشر غني کاري موده تمدید کړې ده.
سترې محکمې د ولسمشر غني د کار موده تمدید کړه
رسنیو تر لاسه کړي لاسوندونه ښيي، چې د هېواد سترې محکمې تر راتلوونکو ولسمشریزه ټاکنو پورې د ولسمشر غني کاري موده تمدید کړې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د اساسي قانون پر بنسټ د ولسمشر غني د حکومت کاري دوره د روان ۱۳۹۸ کال د غبرګولي (جوزا) په لومړۍ نېټه پای ته رسېږي.

ټاکل شوې وه، د ۱۳۹۸ کال د وري میاشتې په ۳۱ مه نېټه ولسمشرۍ ټاکنې تر سره او د غبرګولي له لومړۍ نېټې وروسته نوی حکومت رامنځ ته شي، خو څه موده وړاندې د ځینو تخنیکي ستونزو له امله د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه کال ولسمشرۍ ټاکنې د شپږو میاشتو لپاره وځنډولې.

له همدې امله سترې محکمې د یوه حکم په صادرولو سره د ټاکنو تر سره کېدو او د نوي ولسمشر تر راتګ پورې د ښاغلي غني کاري موده تمدید کړې ده.

هغه لاسوندونه، چې رسنیو تر لاسه کړي، ښيي، چې سترې محکمې د ولسمشر غني د کاري مودې د دوام حکم صادر کړی، خو په رسمي ډول یې تر اوسه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې همدا نن د ولسمشرۍ ۱۱ نوماندانو په یوه ګډه اعلامیه کې ویلي دوی داسې اسناد تر لاسه کړي، چې ښيي د حکومت مشران د خپل کار د دوام لپاره د محکمې د حکم تر لاسه کولو په لټه کې دي.

په دغه اعلامیه کې ویل شوي هغه معلومات او اسناد چې دوی تر لاسه کړي ارګ هڅه کوي، چې ستره محکمه تر فشار لاندې راولي او تر راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو پورې د ولسمشر د واک غځونې حکم ترې تر لاسه کړي.
 
دغه نوماندانو د حکومت دا هڅه له قانون څخه ښکاره سرغړونه او د افغانستان خپلواکو بنسټونو ته بې عزتي او د هغوی تر سوال لاندې راوستل بللي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي«د حکم تر لاسه کولو لپاره پر ستره محکمه فشار لومړی د قانون او هېواد د ملي ګټو خلاف کار دی او بل دا چې د سترې محکمې خپلواکي تر سوال لاندې راولي.»

دوی وايي، په اساسي قانون کې په صراحت سره ویل شوي، چې د ملي یووالي حکومت کاري دوره د غبرګولي په لومړۍ نېته پای ته رسېږدي او له دې نېټې وروسته د حکومت کار غیر قانوني او نامشروع دی.

په اعلامیه کې راغلي، د ملي یووالي حکومت مشران اړ دي، چې له قانون سره سم د جوزا له لومړۍ نېټې وروسته واک پرېږدي او حکومت تسلیم کړي.

د ولسمشرۍ دغه نوماندانو له سترې محکمې هم غوښتي، چې په هر ډول شرایطو کې خپلواکي وساطي تر څو هېواد له ناورین سره مخ نه شي.

باید و ویل شي، احمد ولي مسعود، ابراهیم الکوزی، عبدالحکیم تورسن، رحمت الله نبیل، انجیر محمد شهاب حکیمي، نورالحق علومي، عنایت الله حفیظ، غلام فاروق نجرابي، فرامرز تمنا، محمد حنیف اتمر او نور الرحمن لېوال هغه نوماندان دي، چې یاده غوښتنه یې کړې ده.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي