۰

ننګرهار کې ۲۴ قومي مشران له داعش نه راخوشي شول

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۰
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو پر یوه زندان عملیات کړي او ۲۴ تنه قومي مشران او سپین ږیري یې ترې راخوشي کړي دي.
ننګرهار کې ۲۴ قومي مشران له داعش نه راخوشي شول
سیمه ییز چارواکي وايي، افغان ځواکونو ننګرهار ولایت کې د داعش وسله والو پر یوه زندان عملیات کړي او ۲۴ تنه قومي مشران او سپین ږیري یې ترې راخوشي کړي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه عملیات پرون دوشنبې د غوايي ۲ مه د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا تر سره شوي.

د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، داعش وسله والو هڅه کوله دغه برمته قومي مشران له یوې سیمې بلې ته ولېږدوي، خو له وړاندې پرې افغان ځواکونو عملیات تر سره کړل.

د هغه په وینا د عملیاتو پر مهال په ځينو سیمو کې له داعش سره نښته هم شوې، چې درې داعشیان په کې وژل شوي او یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.

خوږیاڼی زیاتوي، په دې عملیاتو کې د د سلوزو د قوم ۲۴ تنه قومي مشران او سپین ږیري، چې د داعش له خوا برمته شوي و راخوشي کړی شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې پرون د غزني ولایت په قرباغ ولسوالۍ کې هم افغان ځانګړو ځواکونو د طالبانو پر یوه زندان چاپه وهلې او ۱۰ زندانیان یې ترې راخوشي کړي وو.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي