۰
د بشري حقونو کمېسیون:

تېر کال د ملکي تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه وه

سی شنبه ۳ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۴
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو د اندېښنې تر څنګ وايي، تېر ۱۳۹۷ کال په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۱۹ سلنه لوړه وه.
تېر کال د ملکي تلفاتو کچه ۱۹ سلنه لوړه وه
د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون په هېواد کې د ملکي تلفاتو پر زیاتېدو د اندېښنې تر څنګ وايي، تېر ۱۳۹۷ کال په هېواد کې د ملکي وګړو مرګ ژوبله ۱۹ سلنه لوړه وه.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کمېسیون چارواکو نن سه شنبې د غوايي ۳ مه کابل کې د یوې خبري ناستې پر مهال د تېر کال راپور له رسنیو سره شریک کړ.

د کمېسیون مشرې سیما سمر په دغه خبري غونډه کې و ویل، چې تېر کال په هېواد کې ۱۱۲۱۲ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوښتې، چې ۳۰۳۲ تنه په کې وژل شوي او ۸۱۸۰ نور ټپیان شوي دي.

نوموړي زیاته کړه، چې د تېر کال په مرګ ژوبله کې ۶۸ سلنه نارینه، ۸.۳۲ سلنه ښځې، ۲۱ سلنه ماشومان، او ۱۱۸ تنه نور هغه کسان دي، چې جنسیت یې نه دی معلوم شوی.

سما سمر و ویل، چې په ۱۳۹۷ کې د ۱۳۹۶ په پرتله د ملکي افرادو په مرګ ژوبله کې ۱۹ سلنه لوړوالی وو، خو د وژل شویو کسانو شمېر د ۹۶ په پرتله په ۹۷ کې شپږ برابره کمه و، ولې د ټپیان شمېره بیا د وړم کال په پرتله تېر کال ۳۲،۵ سلنه لوړه وه.

د بشري حقونو د کمېسیون د مشرې په خبره په ۱۳۹۷ کال کې ملکي وګړو ته تر ټولو ډېره مرګ ژوبله د هېواد په سویلي ولایتونو(کندهار، زابل، اروزګان او هلمند) کې اوښتې وه.

د هغې په وینا د ملکي مرګ ژوبلې د رامنځ ته کېدو ۵۳ سلنه عامل وسله وال طالبان، ۱۲،۵ سلنه داعش ۱۱.۹ سلنه افغان او نړیوال ځواکونه، او د ۲۲ سلنې عامل نه دی معلوم.

مېرمن سمر وايي، دغه مرګ ژوبله ۲۷ سلنه د ځانمرګو بریدونو، ۲۰ سلنه د ځمکنیو جګړو، ۱۹ سلنه د راکتي بریدونو، ۱۶ سلنه د سړک د غاړې ماینونو، ۸.۵ سلنه د هوايي بریدونو، ۷،۵ سلنه د غلچکي بریدونو او ۸۸ ځلې هم د بهرنیو ځواکونو د شپنیو عملیاتو له امله رامنځ ته شوې ده.

د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د تېر کال له خونړیو بریدونو د رسنیو کورنۍ هم خوندي نه وه، ځکه په ۱۳۹۷ کال کې ۲۴ خبریالان وژل شوي، ۲۰ تنه ټپیان او ۲۷ تنه نور هم وهل شوي او ډبول شوي دي.

د یاد کمېسیون مشرې پر حکومت غږ وکړ، چې نور د معافیت قانون په هېواد کې پای ته ورسوي، تر څو په افغانستان کې جنګي او بشري ضد جنایتونه کم شي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي