۰

له ولایتونو د سولې مشورتي جرګې ته د استازو راتګ پیل شوی

چهارشنبه ۴ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۴
د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون چارواکي وايي، له ولایتونو دغه جرګې ته د استازو د راتګ لړۍ پیل شوې ده.
له ولایتونو د سولې مشورتي جرګې ته د استازو راتګ پیل شوی
د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون چارواکي وايي، له ولایتونو دغه جرګې ته د استازو د راتګ لړۍ پیل شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټاکل شوې لویه مشورتي جرګه د غوايي میاشتې په ۹ مه نېټه کابل کې جوړېږي، چې شاوخوا ۳ زره استازي به په کې برخه واخلي.

دغه جرګه کې به د ټولو ولایتونو او ولسوالیو استازي وي، چې په کې به پر سولې خبرې وشي او حکومت ته به د سولې په اړه کړنلاره مشخصه کړي.

د یادې جرګې لپاره له تېرو دوه میاشتو راهیسې د دغه جرګې لپاره چمتوالی روان دی او په مرکز او ولایتونو کې یې استازي ټاکل شوي دي.

کابل ته د دغه استازو د راتګ لړۍ پرون سه شبنې د غوايي ۳ مه نېټه پیل شوې، چې د سولې د مشورتي جرګې د جوړېدو کمېسیون د ویاند سید علي کاظمي په وینا پرون د اروزګان ولایت د استازو یوه ډله راورسېده.

نوموړی وايي، د نورو ولایتونو استازي هم را روان دي او تمه دهو چې دغه پروسه کې ستونزې حل او یوه ښه جرګه تر سره شي.

افغان حکومت وايي، د دوی لومړیتوب دا دی، چط لومړۍ مشورتي لویه جرګه په ټاکلي وخت تر سره او په کې د هېواد روانو ستونزو ته حل لارې ولټول شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي