افغان ولسمشر محمد اشرف غني وايي، هر هغه څه چې د افغانستان اساسي قانون څنډې ته کوي، یوه کودتا ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې پرون سه شنبې د غوايي ۳ مه له ماسپښین وروسته ارګ کې د ملي شورا له نویو غړو سره لیدنه کې وکړې.
د ارګ نه خپره شوې خبرپانه وايي، ولسمشر د ملي شورا استازي د ولسواکۍ شریکان وبلله او ویې ویل، چې د حکومت په مقابل کې نه بلکې دواړه لوري ملت ته ځواب ورکوونکي او د ملت پر وړاندې مسوول دي.
ښاغلي غني نویو وکیلانو ته ټینګار کړیو چې د ملت کور باید د کشمکشونو پر میدان بدل نه شي او ټولې ستونزې د خبرو او ګډو هڅو له لارې حل شي.
ولسمشر غني ټاکل شویو استازو ته په خبرو کې د سولې او سولې مشورتي جرګې پر اهمیت هم ټینګار وکړ او د سولې په مشورتي لویه جرګه کې یې د ملي شورا په ځانګړي ډول د ولسي جرګې د غړو فعال شتون مهم وباله.
بل خوا ولسمشر غني پرون په کابل کې د سولې د سولې مشورتي لویې جرګې خیمې ته هم ورغلی او د دې جرګې د جوړېدو کمېسیون له غړو سره یې لیدلي دي.
د ارګ نه خپره شوې خبرپانه وايي، ولسمشر ویلي، لویه جرګه به د سولې په اړه ټول افکار منسجم او په دې برخه کې به پاشلې هڅې سره همغږې کړي.
ښاغلي ولسمشر زیاته کړې، د ملت استازي کولی شي د دې جرګې له لارې، په ازادانه توګه خپل نظرونه، وړاندیزونه او مشورې مطرح کړي.
د هغه په وینا د سولې پر وړاندې پراته خنډونه تر ډېره حده کم شوي او دا جرګه به د سولې حدود او لوری په سمه توګه روښانه کړي.
ولسمشر هغو کسانو ته په اشارې چې په یاده جرګه کې یې د نه ګډون خبره کړې ویلي، دا جرګه شخصي نه بلکې د نظام د وصل لپاره رابلل شوې ده او د ولس ټولو استازي پکې ګډون کولی شي.
جمهورخبري آژانس:کابل