۰

د مسکو غونډه کې په اتو ټکو موافقه شوې، بهرني ځواکونه دې ووځي، طالبان د بین الاافغاني خبرې وکړي

شنبی ۷ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۵۴
د افغان سولې په تړاو مسکو کې د روسیې، امریکا او چین درې اړخیزه غونډه کې پر اتو ټکو موافقه شوې او له طالبانو یې غوښتي، چې ژر تر ژره بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي.
د مسکو غونډه کې په اتو ټکو موافقه شوې، بهرني ځواکونه دې ووځي، طالبان د بین الاافغاني خبرې وکړي
د افغان سولې په تړاو مسکو کې د روسیې، امریکا او چین درې اړخیزه غونډه کې پر اتو ټکو موافقه شوې او له طالبانو یې غوښتي، چې ژر تر ژره بین الاافغاني خبرو ته چمتو شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه غونډه چې د تېرې پشنبې د غوايي ۵ مه مسکو کې جوړه شوې وه، په کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمی خلیلزاد، د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف او د چین ځانګړي استازي دینګ کشون د افغانستان د سولې او روان وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په دغه غونده کې د دریو واړه لوریو تر منځ په اتو ټکو، ملي حاکمیت، بین الافغاني خبرو، تروریزم، د ځواکونو د وتلو، د مخدرو موادو د قاچاق، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا، په خپل سبک او خوښه د پرمختګ د لارې د انتخاب حق ته په درناوي موافقه شوې ده.

درې واړه لورو په یوه ګډه اعلامیه کې له طالبانو غوښتي، څومره ژر چې کېدای د افغان حکومت په ګډون د افغانانو د استازو له پلاوي سره د سولې
په دغه غونده کې د دریو واړه لوریو تر منځ په اتو ټکو، ملي حاکمیت، بین الافغاني خبرو، تروریزم، د ځواکونو د وتلو، د مخدرو موادو د قاچاق، خپلواکۍ او مځکنۍ بشپړتیا، په خپل سبک او خوښه د پرمختګ د لارې د انتخاب حق ته په درناوي موافقه شوې ده.
په خبرو کې د برخه واخلي.

دوی د افغان سولې له پروسې ملاتړ کړی او د افغانستان پر ګاونډیو او د سیمې پر هېوادونو یې هم غږ کړی، چې د دوی له دغه موقف څخه ملاتړ وکړي.

په دغه غونډه کې ټینګار شوی، چې درې واړه لوري د افغانستان حاکمیت، خپلواکۍ او ارضي تمامیت ته درناوی کوي او دا هېواد دې د خپلې پرمختیا لار په خپله وټاکي.

په دغه ناسته کې د اوربند په ټینګېدو هم ټینګار شوی او ویلي یې دي، چې ټول ښکېل اړخونه باید د لومړي اقدام په توگه په یو داسې پروگرام توافق وکړي چې سمدستي په افغانستان کې تاوتریخوالی راکم شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د سیمې له هیوادونو غوښتل شوي چې د افغانستان د سولې په اړه د دې درې هیوادونو له موقف نه ملاتړ وکړي او هغه په یوه سیمه ایزه او نړیواله اجماع بدله کړي.

له بهرنیو ځواکونو څخه یې وغوښتل چې د سولې د پروسې په چوکاټ کې له افغانستان څخه په منظم او مسوولانه ډول  ووځي.

دوی پر طالبانو ږغ وکړ چې د تروریستي ډلو د جلب و جذب، روزنې او تمویل مخه ونیسي او د حکومت په ګډون له نورو افغانانو سره خبرې وکړي.

دوی وړاندیز وکړ چې د افغانستان حکومت او طالبان باید په افغانستان کې د مخدرو موادو د محوه کېدو لپاره لازم اقدامات وکړي.

درو خواوو همداراز موافقه وکړه چې د افغانستان د سولې د پروسې د ملاتړ لپاره به په خپل منځ کې به سلامشورو ته دوام ورکوي او بله غونډه به د چین په پلازمېنه پیکینګ کې کوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي