کورنیو چارو وزارت وايي، پولیس پلازمېنه کابل کې د وسله والو طالبانو د استخباراتو یو مهم غړی نیولی دی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد وزارت ویلي، دغه استخباراتي طالب پرون یکشنبې د غوايي ۹ مه ماښام مهال د کابل ښار د کمپنۍ په سیمه کې نیول شوی دی.
د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې زیاته کړې، نیول شوی کس قدرت الله نومېږي او د کابل – کندهار پر لویه لار یې د افغان ځواکونو د اکمالاتي کاروانو د تګ راپورونه وسله والو طالبانو ته ورکول.
وزارت پر داسې مهال د کابل به کمپنۍ سیمه کې د طالب استخباراتچي د نیولو خبر ورکوی، چې د لویې مشورتي جرګې په خاطر یې خورا کلک تدابیر نیول شوې ده.
جمهورخبري آژانس:کابل