۰

کابل کې د پروني برید مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې

پنجشنبه ۱۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۰۲
کورنیوچارو وزارت وايي، کابل کې د پرون شوي ډلیز ځانمرګي وسله وال برید مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې، چې نېږدې ټول یې ملکي افراد دي.
کابل کې د پروني برید مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې
کورنیوچارو وزارت وايي، کابل کې د پرون شوي ډلیز ځانمرګي وسله وال برید مرګ ژوبله ۲۹ تنو ته رسېدلې، چې نېږدې ټول یې ملکي افراد دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پرون چهارشنبې د غوايي ۱۸ مه غرمه مهال ۱۱:۴۰ دقیقې د پلازمېنې کابل د لسمې امنیتي حوزې اړوند شهر نو سیمه کې د کونټر پارټ په نوم یوه خیره موسیسه باندې لومړی موټر بم ځانمرګی او وروسته ډلیز وسله وال برید شوو.

د کورنیو چارو وزارت وايي، په دغه برید کې د ځانګړو ځواکونو یو سرتېری، څلور تنه د عامه ساتنې ریاست ساتونکي، یو د کونټر موسیسې ساتونکی او درې تنه هم ملکي وګړي وژل شوي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي د وزارت پر فسبوک پاڼه لیکلي، چې په دغه برید کې ۲۰ نور کسان ټپیان شوي هم دي، چې ټول ولسي وګړي دي.

باید و ویل شي، چې پرون پنځو ځانمرګو وسله والو پر کونټر پارټ موسیسې برید کړی و، چې لومړی یې موټر بم چاودنه وکړه او نور یې د امنیتي ځواکونو له خوا په ډزو و وژل شول.

د دغه برید مسوولیت وسله والو طالبانو پر غاړه اخیستی وو.

جمهورخبري آژانس:کابل

 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي