۰

هلمند کې وسله وال،خوست او پکتیکا کې د چاودنو مخه نیول شوې

یکشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۰۲
کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د څلور کسیزه ډلې او دغه راز په خوست او پکتیا ولایتونو کې د چاودنو د مخنیوي خبر ورکړی دی.
هلمند کې وسله وال،خوست او پکتیکا کې د چاودنو مخه نیول شوې
کورنیو چارو وزارت په هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو د څلور کسیزه ډلې او دغه راز په خوست او پکتیا ولایتونو کې د چاودنو د مخنیوي خبر ورکړی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه وزارت نن یکشنبې د غوايي ۲۲ مه پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، هلمند کې د طالبانو یوه څلور کسیزه ډله چې د ترهګریزو پېښو په ځانګړې توګه د سړک غاړې ماینونه په خښولو کې یې لاس درلود، نیول شوې.
 
کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې یاده ډله له ترهګرۍ سره د مبارزې د پولیسو له خوا د ناوې ولسوالۍ په اڅکزي کلي کې نیول شوې ده.

سرچینه زیاتوي، له نیول شوې ډلې شپږ کړۍ ماینونه، یو شمېر چاودېدونکي توکي، یوه تفنګچه، یو عراده موټر سایکل او یو شمېر سندونه د پولیسو لاسته لوېدلي دي.

بل خوا د وزارت وايي، پولیسو د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې پر لویه لار د طالبانو له خوا اېښودل شوی ماین کشف او شنډ کړ، او په دې توګه یې د یوې چاودنې مخنوی وکړي.

خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پرون هم د خوست ولایت پولیسو د مزایل یو ډز ګولۍ چې له تېرو کلونو د کجیري په سیمه کې پر ځای پاتې وه، کشف او شنډ کړه.

دغه راز خبرپاڼه کې راغلي، د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ پولیسو یو کړۍ ماین چې ترهګرو د پکتیا-پکتیکا پر لویه لار د ملکي خلکو د مرګ ژوبلې لپاره ځای پر ځای کړی و، کشف او شنډ کړ.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي