۰

د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ ناندرۍ روانې دي/ څوکۍ ښځینه وکیلانو محاصره کړې

یکشنبه ۲۹ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۲
د ولسي جرګې د رییس پر څوک د وکیلانو تر منځ ناندرۍ نن هم دوام لري او څوکۍ د ښځینه وکیلانو له خوا محاصره شوې ده.
د ولسي جرګې د ریاست پر څوکۍ ناندرۍ روانې دي/ څوکۍ ښځینه وکیلانو محاصره کړې
د ولسي جرګې د رییس پر څوک د وکیلانو تر منځ ناندرۍ نن هم دوام لري او څوکۍ د ښځینه وکیلانو له خوا محاصره شوې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ولسي جرګې د ریاست څوکۍ لپاره لومړی ځل د تېرې پنشنبې په ورځ ټاکنې وشوې، چې له څلور واړه نوماندانو یو هم بریالی نه شو، خو کمال ناصر اصولي او میر رحمن رحماني د ډېرو رایو اخستو پر اساس دوهم پړاو ټاکنو ته ولاړل.

دوهم پړاو ټاکنې هم پرون یکشنبې د غوايي ۲۸ مه تر سره شوې، چې په کې د جرګې نصاب ۲۴۷ تنه او بریالی نوماندان پنځوس جمع یو ۱۲۴ رایو ته اړتیا درلوده.

تر رایې اچوونې وروسته معلومه شوه، چې میر رحمن رحماني ۱۲۳ او کمال ناصر اصولي ۵۵ رایې وګټلې او د جرګې د داخلي اصولو له مخې یو هم بریالی نه شو.

د پرون په رای اچونه کې ۵۳ رایې باطلې او ۱۳ رایې سپینې وې، چې د رایو ټوله مجموعه ۲۴۴ کېده او درې رایې په کې نه وې کارول شوې، چې همدې موضوع ستونزه راپورته کړه.

پرون د وکیلان تر یوه څه ناندریو وروسته د جرګې موقت رییس له څو نورو وکیلانو سره جلا غونده وکړه او تر هغې وروسته یې په تالار کې میر رحمن رحماني د جرګې د رییس په توګه اعلان کړ.

خو د موقت رییس له دې اعلان سره سم ګڼ شمېر وکیلانو د هغه مخالفت وکړ او دا کار یې د انتخاباتو د قانون او جرګې د داخلي اصولو خلاف عمل وباله.

ټاکل شوې وه، چې نن یکشنبې د موقت رییس له خوا اعلان شوی رییس میر رحمن رحماني خپله دنده پیل کړي، خو په لومړي سره کې یو شمېر ښځینه استازو د هغه څوکۍ محاصره کړه.

مخالف استازي وايي، په تېرو ټاکنو کې درغلي، فساد او لاس وهنه شوې او دوی ته په هېڅ ډول د منلو نه دي او نه به هم چا ته اجازه ورکړي، چې د رییس په څوکۍ کېني.

د مېرمنو تر دې حرکت وروسته ګڼو نارینه استازو هم تالار ته د میر رحمان رحماني د را ننوتو مخالفت وکړ او ویل یې رحماني په قانوني توګه د دغه جرګې رییس نه دی او باید ټاکنې له سره وشي.

خو په ټولنیزو رسنیو کې خپرې شوې ویډیوګانې ښيي چې میر رحمان رحماني له خپلو ساتونکو سره یو ځای د وسلو په زور پارلمان ته د ننه کېږي.

له دې وروسته ان د ولسي جرګې تالار کې د ننه یو وکیل چې د رحماني پلوي دی لیدل کېږي، چې برچه په لاس او د ښکنځلو سره یو ځای ګواښونه کوي.

یو شمېر مخالف وکیلانو په ورته وخت کې د موقت رییس د ټاکلو غوښتنه کوله، خو هغه نور ورسره نه منله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي