۰

د کابل – کندهار لار میدان وردګو کې طالبانو تړلې، جګړه روانه ده

دوشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۱۹
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.
د کابل – کندهار لار میدان وردګو کې طالبانو تړلې، جګړه روانه ده
سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د میدان وردګو ولایت سیدآباد ولسوالۍ کې د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د سیدآباد ولسوال حاجي امیر محمد ملکزي ویلي، طالبانو نن دوشنبې د غوایي ۳۰ مه د سالارو په سمیه کې د کابل – کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ تړلې.

نوموړي زیاته کړې، چې د لارې بندېدو له امله سلګونه مسافر او باروړونکي موټر بند پاتې دي، او وسله وال طالبان اجازه نه ورکوي.

د هغه په وینا کابو ۴۰۰ پورې موټر به بند پاتې وي او دا مهال په سیمه کې جګړه روانه ده.

د تراسپورتي شرکتونو مسوولین هم د لارې د بندېدو او په کې د ۴ زره مسافره د بند پاتې کېدو پخلی کوي وايي، تر اوسه د دغه لارې د خلاصون لپاره هېڅ اقدام نه دی شوی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:میدان وردګ
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي