۰

د بادغیس مرکز کې یوه هوټل ته بریدګر ننوتي، جګړه روانه ده

شنبی ۲۲ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۸
د لوېدیځ بادغیس ولایت مرکز قلعه نور ښار کې یوه هوټل ته بریدګر ننوتي او له هغه ځایه د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د بادغیس مرکز کې یوه هوټل ته بریدګر ننوتي، جګړه روانه ده
د لوېدیځ بادغیس ولایت مرکز قلعه نور ښار کې یوه هوټل ته بریدګر ننوتي او له هغه ځایه د افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت هم د برید پخلی کړی او ویلي یې دي، دغه بریدګر نن شنبې د چنګاښ ۲۲ مه غرمه مهال ۱۲:۴۰ امنیه قوماندانۍ ته څېرمه یوه هوټل ته ننوتي.

د کورنیو چارو وزارت وايي، ځانمرګي بریدګر له همدې هوټله پر عامو خلکو ډزې کوي او سیمې ته امنیتي ځواکونه رسېدلي دي.

د دغه وزارت ویاند نصرت رحیمي پر خپله فسبوک پاڼه لیکلي، چې دوه بریدګر د امنیتي ځواکونو له خوا وژل شوي او د درېیم د وشتلو عملیات روان دي.

تر اوسه د بریدګرو شمېر نه دی معلوم خو د کورنیو چارو وزارت د ویاند له څرګندونو ښکاري، چې د بریدګرو شمېر درې تنه دی.

برید طالبانو کړۍ، ځکه د دغه ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد هم پر ویلي، چې د دوی بریدګر د امنیه قوماندانۍ په ګاونډ کې یوې ودانۍ ته ننوتي او له هغه ځایه جګړه کوي.

کورنیو چارو وزارت د مرګ ژوبلې په اړه څه نه دي ویلي، خو د دغه ولایت د ولایتي شورا مشر عبدالعزیز بیګ وايي، په جګړه کې درې پولیس هم وژل شوي او د بریدګرو شمېر نه دی معلوم.

د عیني شاهدانو په وینا یو شمېر دوکانونه پرانستي پاتې هټۍ وال له سیمې تښتېدلي ځکه اوس هم د سپکو او درنو وسلو د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

جمهورخبري آژانس:بادغیس
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي