۰

غزنې کې د طالبانو د کانونو انجینران او درې پاکستاني وسله وال وژل شوي

سی شنبه ۳۱ ثور ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۷
سیمه ییز چارواکو غزني ولایت کې د طالبانو د کانونو د انجیرانو او درې پاکستاني وسله والو په ګډون د ۲۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
غزنې کې د طالبانو د کانونو انجینران او درې پاکستاني وسله وال وژل شوي
 سیمه ییز چارواکو غزني ولایت کې د طالبانو د کانونو د انجیرانو او درې پاکستاني وسله والو په ګډون د ۲۶ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکړی دی.
د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د غزني د والي ویاند محمد عارف نوري ویلي، پر طالبانو دغه هوايي بریدونه د غزني ښار اړو او اندړو ولسوالۍ کې شوي دي.

نوموړي زیاته کړې، چې دوه شپې وړاندې د غوايي ۲۹ مه غزنی ښار ته څېرمه د طالبانو یو کاروان په نښه شو، چې د کانونو د انجینرانو په ګډون یې ۱۵ غړي  وژل شوي دي.

نوموړي زیاته کړې د طالبانو د کانونو دغه انجینران د غزني واغظ ولسوالۍ ته په لاره و، چې د غزني ښار په اړوند سیمه کې پر هوايي برید وشو.

نوري زیاتوي، طالبان غواړي چې په واغظ ولسوالۍ کې شته ځینې کانونه ولکه کړي او قیمتي ډبرې یې پاکستان ته قاچاق کړي.

بل خوا د والي ویاند د اندړو ولسوالۍ د خرواریانو په کلي کې د هوايي برید پر مهال د ۱۱ طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي، چې د ده په وینا درې تنه په کې پاکستاني جګړه مار دي.
 
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي