۰

هلمند:د طالبانو سرې قطعې مشر او د مارجې ولسوال وژل شوي دي

یکشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۲۸
ملي امنیت ریاست هلمند ولایت کې د هدفي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قعطې مشر او د مارجې لپاره د دغه ډلې د ولسوال وژل شوي دي.
هلمند:د طالبانو سرې قطعې مشر او د مارجې ولسوال وژل شوي دي
ملي امنیت ریاست هلمند ولایت کې د هدفي عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د سرې قعطې مشر او د مارجې  لپاره د دغه ډلې د ولسوال وژل شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه ریاست د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې دغه عملیات د ملي امنیت د ځانګړو ځواکونو له خوا د هلمند مارجې ولسوالۍ کې شوي دي.

د هلمند لپاره د طالبانو د سرې قطعې قوماندان ملا عبدالحکیم او د مارجې ولسوالۍ لپاره ټاکل شوی ولسوال ملا انارګل نومېږي.

ملي امنیت وايي، ملا عبدالحکیم او ملا انار ګل سره یو ځای ۲۸ نور وسله وال طالبان هم وژل شوي، خو په دې اړه یې نور جزیات نه دي ورکړي.

سرچینه دغه راز زیاته کړې، چې په عملیاتو کې د طالبانو اته قرارګاوې په بشپړه توګه ویجاړې شوې او د ملي امنیت ځواکونو ته  ګڼ پوځي تجهزات په لاس ورغلي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي