۰

جرمني هڅه کوي حکومت او طالبان د سولې خبرو ته کېنوي

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۹
راپورونه وایي، جرمني د افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړې، چې افغان حکومت او طالبان خبرو ته سره کېنوي.
جرمني هڅه کوي حکومت او طالبان د سولې خبرو ته کېنوي
راپورونه وایي، جرمني د افغانستان کې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره هڅې ګړندۍ کړې، چې افغان حکومت او طالبان خبرو ته سره کېنوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې جرمني چارواکو هم د دغه راپورونو پخلی کړی او ویلي یې دي، چې په همدې تړاو د افغانستان لپاره د جرمني ځانګړي استازي مارکوز پوتسل یوازې تېره میاشت دوه ځلي په قطر کې له طالب چارواکو سره لیدلي او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړي دي.

مارکوز پوتسل نه یوازې له طالبان استازو بلکې په کابل کې یې له افغان چارواکو سره هم لیدلي پر سولې او بیا پخلاینې خبرې کړي دي.

د نوموړي د لیدونو او خبرو ډېر جزیات نه دی راوتلي، خو پوتسل رویټرز اژانس ته  ویلي، چې په افغانستان کې د سولې پر لوري روان اوسنی فرصت باید ضایع نشي.

هغه زیاته کړې، که د افغانستان ملګري، چې جرمني هم په کې دی، په دغه برخه ګډه مرسته کولای شي، باید یې وکړو. خو په پای کې د طالبانو په ګډون خپله افغانان به د خپل هېواد پر اینده تصمیم نیسي.

په ورته وخت کې رویټرز خبري اژانس د جرمني د یو بل چارواکي له خولې لیکلي دي که د ترهګرو (طالبان) مشران له افغان حکومت سره خبرو ته کیني، د سولې بهیر لا ګړندی کېدی شي.

بل خوا قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین هم ویلي، جرمني د افغانستان د سولې په برخه کې د مرستو وړاندیز کړی دی او په همدې تړاو یې استازو له طالب مشرانو سره کتلي، خو کومې پرېکړې ته نه دي رسېدلي.

د افغان سولې لپاره د جرمني له هڅو پر داسې مهال راپورونه ورکول کېږي، چې ویل کېږي امریکا له طالبانو سره د اووم پړاو خبرو لپاره تابیا کړې ده.

امریکايي او طالب پلاو تر دې وړاندې شپږ ځلې پر افغان سوله په قطر کې سره جرګه شوي، چې د دواړو لورو په وینا خبرو کې پرمختګ شوی خو کومې پرېکړې ته لا هم نه دي رسېدلي.

جمهورخبري اژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي