۰
مایک پنس:

ښايي افغانستان او عراق کې د امریکا پوځي حضور ادامه پیدا کړي

دوشنبه ۶ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۴۲
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ویلي، ښايي په افغانستان او عراق کې د امریکا جګړې او نظامي حضور ادامه پیدا کړي.
ښايي افغانستان او عراق کې د امریکا پوځي حضور ادامه پیدا کړي
د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس ویلي، ښايي په افغانستان او عراق کې د امریکا جګړې او نظامي حضور ادامه پیدا کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پینس دغه څرګندونې د امریکا په یوه پوخي اکاډمۍ کې له دغه ځایه فارغو شویو سرتېرو ته د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي زیاته کړې، چې په افغانستان کې لا هم جګړې روانې دي او د دې احتمال شته، چې امریکايي ځواکونه په اوږدو جګړو کې ښکېل شي.

هغه تازه فارغو شویو سرتېرو ته خطاب کې ویلي« تاسې باید په افغانستان او عراق کې د اوږدې جګړې لپاره تیاری ولرۍ.»

دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هڅه کوي، چې له افغانستان خپل سرتېري وباسي.

بل خوا ناټو هم په تازه څرګندونو کې ویلي، دوی به افغانستان کې خپله ستراتېژي بدلوي او تر هغې به په افغانستان کې پاتې وي، څو چې هلته جګړه پای ته نه وی رسېدلې او سوله نه وي شوې.

د ناټو او امریکایي چارواکو له دې تازه څرګندونو هم دا جوتېږي، چې په افغانستان کې به جګړه کلونه نوره هم دوام ولري.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي