په پام کې ده، چې د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړی استازی ضمیرکابلوف د افغان سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیزاد سره یو ځل بیا وګوري.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کابلوف د دغه خبرې د پخلي تر څنګ ویلي له خلیلزاد سره د افغانستان پر مسئله بیا هم خبرې کوي.
نوموړي زیاته کړې، چې د ده او خلیلزاد لیدنه به په نېږدې راتلونکي کې تر سره شي، خو ځای او کره نېټه یې نه ده په ګوته کړې.
باید و ویل شي، چې زلمي خلیلزاد او ضمیر کابلوف له دې وړاندې هم څو ځله سره کتلي او د افغان سولې په اړه یې خبرې کړې دي.
کابلوف له خلیلزاد سره پر داسې مهال لیدنه کوي، چې مسکو پرون د افغان حکومت، افغان سیاسیون او طالبانو د استازو د غونډې کوربه و.
دا غونده د روسیې او افغانستان د اړیکو د سلمې کلیزې په ویاړ جوړه شوې خو افغان سیاسیون او طالبانو په کې د سولې په اړه هم څرګندونې وکړې.
د طالبانو د پلاوی مشر ملا عبدالغني برارد و ویل طالبان سولې ته ژمن دي، خو هغه مهال چې بهرنی اشغال پای ته ورسېږي.
د افغان سیاسیون او سولې عالي شورا له خوا و ویل شول، چې جګړه نور بس ده افغانستان په کافي اندازه زیان لیدلي او نور څوک نه شي کولی په زور یو بل مات کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل