۰

خلیلزاد د افغان سولې په تړاو اووم سفر پیل کړی دی

یکشنبه ۱۲ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۳۷
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو خپل اووم پړاو سفر پیل کړی او دا سفر په یې په دوه موضوعاتو راڅرخي.
خلیلزاد د افغان سولې په تړاو اووم سفر پیل کړی دی
د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د سولې په تړاو خپل اووم پړاو سفر پیل کړی او دا سفر په یې په دوه موضوعاتو راڅرخي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خلیلزاد پرون شنبې د میلادي جون میاشتې اوله نېټه د سولې په تړاو د افغانستان، بلجیم، جرمني، قطر او عربي متحده اماراتو ته په سفر راوتلی دی.

خلیلزاد د خپل سفر سره سم په ټوېټر لیکلي، چې د سولې په تړاو یې په تېره یوه میاشت کې یې ډېر پرمختګونه درلودل او غواړي د افغان سولې پروسه نوره هم ګړندۍ کړي.

هغه د خپل سفر په اړه په دوهم پیغام کې لیکلي، په مشخص ډول پر دوو موضوعاتو تمرکز کوي، لومړی د سولې لپاره د سیمې او نړۍ مدغمېدل او دوهم د دوو لورو ترمنځ د سولې د چوکاټ د وروستي کېدو لپاره هڅې دي.

زلمي خلیلزاد ویلي، په دې برخو کې پرمختګونه شوي او دی خوشبین دی خو ټینګار یې کړی، چې هره بریا د ټولو اړخونو له لوري انعطاف ته اړتیا لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوې خبرپاڼې کې ویلي، ښاغلی خلیلزاد به د افغانستان له حکومتي چارواکو او نورو کسانو سره د سولې پر هڅو سلا مشورې وکړي.

باید و ویل شي، چې د خلیلزاد دا ځلي سفر به د مې میاشتې له ۳۱مېپیل او د جون تر ۱۶مې دوام کوي، د دوو اوونیو لپاره وي او د قطر په پلازمېنه دوحه کې د طالبانو له استازو سره هم وګوري.

د یادونې ده، چې خلیلزاد تر دې وړاندې شپږ ځلې له طالبانو سره پر افغان سوله جرګه شو، خو په هر ځل خبرو کې د پرمختګ خبرونه ورکړل شوي، د کومې موافقې او پرېکړې نه.

د خلیلزاد او طالبانو تر منځۍ خبرې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو په وتلو، له افغان خاورې نورو ته نه ګواښ، له ترهګرو ډولو سره د طالبانو د اړیکو پرېکول، اوربند او له افغان حکومت سره مخامخ خبرې وې.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي