۰
خالد:

زابل کې امنیتي وضعیت ښه شوی او نور پلانونه هم تر لاسه لاندې

دوشنبه ۱۳ جوزا ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۹
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د زابل ولایت د امنیتي جاج اخیستو په موخه دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي، د زابل امنیت تر پخوا ښه شوی دی.
زابل کې امنیتي وضعیت ښه شوی او نور پلانونه هم تر لاسه لاندې
د ملي دفاع سرپرست وزیر اسدالله خالد د زابل ولایت د امنیتي جاج اخیستو په موخه دغه ولایت ته د سفر په ترڅ کې ویلي، د زابل امنیت تر پخوا ښه شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې خالد پرون یکشنبې د غبرګولي ۱۲ مه زابل ته تللی او د دغه ولایت له والي او نورو چاروکو سره یې کتلي.

ښاغلي خالد د والي او امنیتي ځواکونو هڅې وستایلې او ویې ویل، چې زابل کې امنیت بدلون موندلی او د لا امنیت په خاطر یې ځینې پلانونه تر لاسه لاندې دي، چې عملي به شي.

نوموړي وویل، د زابل والي او امنیتي ځواکونو تر منځ همغږي او هڅې د دې لامل شوي چې په‌دې ولایت کې امنیتي وضعیت ترپخوا ښه او مثبت بدلون ومومي.

د زابل والي رحمت الله یارمل په ورته وخت کې له اسدالله خالد څخه غوښتنه وکړه چې په امنیتي برخه کې یاد ولایت ته پاملرنه زیاته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي