په شمال کې د پوځ چارواکي وايي، فاریاب ولایت کې د افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو بریدونو کې ۳۲ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ۲۰۹ شاهین قول اردو نن دوشنبې د غبرګولي ۲۷ مه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، طالبانو ته دغه مرګ ژوبله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې اوشتې.
خبرپاڼې زیاته کړه، عملیات د ځانګړو او کمانډو ځواکونو له خوا د فاریاب په خواجه سبزپوش، ګرزیوان او قیصار ولسوالیو کې تر سره شوي دي.
سرچینه وایي، په دغه عملیاتو کې ۱۹ وسله وال طالبان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان شوي دي.
۲۰۹ شاهین قول رادو دا هم وايي، طالبانو په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې پر دوی هاوان توغولی، چې د استونګې په سیمه کې لګېدلی دی.
خبرپاڼه وايي، په دغه پېښه کې ۱۴ تنه ملکي وګړي ټپیان شوي، چې ښځې او ماشومان هم په کې شته دي.
طالبانو تر اوسه څه نه دي ویلي.
جمهورخبري آژانس:کابل