۰
د ولسمشر غني پخوانی سلاکار:

امریکا او طالبان موافقې ته نېږدې شوي دي، بین الاافغاني خبرې به هم ژر پیل شي

پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۴:۰۸
د افغانستان د متحد اسلامي ګوند مشر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی سلاکار وحیدالله سباوون وایي، امریکا او طالبان په شپږم پړاو خبرو کې ځینو توافقاتو ته سره رسېدلي خو رسنیو ته یې لار نه ده کړې.
امریکا او طالبان موافقې ته نېږدې شوي دي، بین الاافغاني خبرې به هم ژر پیل شي
د افغانستان د متحد اسلامي ګوند مشر د افغان ولسمشر محمد اشرف غني یو پخوانی سلاکار وحیدالله سباوون وایي، امریکا او طالبان په شپږم پړاو خبرو کې ځینو توافقاتو ته سره رسېدلي خو رسنیو ته یې لار نه ده کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې سباوون نن پنشنبې د چنګاښ ۶ مه کابل کې د یوې خبري غونډې ته و ویل، چې په نېږدې راتلونکې کې به رسمي بین الاافغاني مذاکرات هم پیل شي.

نوموړي و ویل، چې امریکا او طالبانو په شپږم پړاو خبرو کې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو، په کورنیو چارو کې د بهرنیو پر نه لاسوهنې او دغه راز د افغانستان خاوره د نور پر ضد نه استعمالولو سره موافقې ته رسېدلي دي.

که څه هم نوموړي ټینګار وکړ، چې دواړه لوري په یادو شویو دریو برخو کې موافقې ته رسېدلي، خو دا خبره رسنیزه شوې نه ده، خو تر دې وړاندې امریکايي چارواکو او خلیلزاد په وار وار ویلي و، چې له طالبانو سره یې تر اوسه کومه موافقه نه ده کړې.

خلیلزاد په دې وروستیو کې ویلي، چې امریکا له طالبانو سره د سولې لپاره د یوې جامع موافقې په لټه کې ده، چې ټولو اړخونو ته د منلو وي.

طالبانو هم دا خبره تایید کړې وه، چې امریکا ورسره له افغانستان د سرتېرو ایستلو او د افغانستان په چارو کې د نه لاسوهنې موافقه کړې، خو خلیلزاد ویلي، چې موږ له طالبانو سره د سولې په اړه خبرې کو نه د ځواکونو د ایستلو په اړه.

خو ښاغلي سباوون ټینګار وکړ، چې په دې درې واړه مواردو موافقه شوې او د دواړو لورو تر اووم پړاو خبرو وروسته به راتلونکې وږي میاشت کې بین الاافغاني خبرې پیل شي.

نوموړي سولې ته هیله مندي وښوده ویې ویل، چې سوله نږدې شوې او دغه راز یې پاکستان ته د افغان سیاسیون وروستۍ سفر هم ګټور وباله، ویې ویل، چې په دې سفر سره د دواړو لورو تر منځ د باور فضا رامنځ ته شوې ده.

هغه و ویل«پاکستانیانو هم اوس درک کړې، چې افغانستان کې بل شوی اور ښایي د دوی لمن هم ونیسي او په پاکستان کې سرتاسري امنیت د افغانستان په ثبات او امنیت پورې تړلی دی.»

په ورته وخت کې سباوون پاکستان ته د ولسمشر غني په سفر هم نیوکه وکړه ویې ویل، چې د هغه قانوني دوره د غبرګولي له لومړۍ نېټې پای ته رسېدلي او نه شي کولی د افغانانو په استازیتوب له چا سره خبرې وکړي او یا هم بهر ته سفر وکړي.

سباوون و ویل«د قانون مطابق غني نور د افغانستان ولسمشر نه دی او حق نه لري، چې رسمي سفرونه وکړي او بیت المال چې د افغان ولس حق دی ترې ګټه واخلي.»
 
دی وایي، د ولسمشر له خوا قانون ماتونه، سیاسي ګوندونو او د ولسمشرۍ نوماندانو ته د ده په وینا د ولسمشر غني بې احترامي نور د منلو نه ده، او که دې کار ته دوام ورکړي، د ولس پر وړاندې به ابرو او عزت له لاسه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:محمد رقیب فیاض
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي