۰

یو پاکستانۍ او د وسلو دوه لېږدونکی نیول شوي

پنجشنبه ۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۵۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کاپیسا ولایت کې یو پاکستانۍ له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې او دغه راز دوه تنه د وسلو لېږدونکي کابل کې نیول شوي دي.
یو پاکستانۍ او د وسلو دوه لېږدونکی نیول شوي
سیمه ییز امنیتي چارواکي وایي، کاپیسا ولایت کې یو پاکستانۍ له افغان ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې او دغه راز دوه تنه د وسلو لېږدونکي کابل کې نیول شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د کاپيسا د پولیسو ویاند عبدالشایق شورش ویلي، دغه پاکستانۍ تېره شپه د تګاب ولسوالۍ په جنګلي سیمه کې له امنیتي ځواکونو سره په مخامخ جګړه کې ونیول شو.

نوموړي زیاته کړې، چې له نیول شوي کسان څخه تر پلټونو وروسته پاکستاني اسناد هم تر لاسه شوي او دی له پاکستان دغه ولایت ته د ترهګرو بریدونو لپاره راغلی و.

بل خوا د ملي امنیت ریاست وایي، د دوی ځانګړو ځواکونو د محب الله او نصیب شاه په نومونو دوه کسان نیولي، چې غوښتل یې وسلې ولېږدوي.

سرچینه وایي، دغه کسانو د پېښور له رینګ روډ سیمې په یوه باروړونکي موټر کې لومړی کابل او بیا بغلان او نورو ولایتونو ته وسلې لېږدولې، چې د امنیتی ځواکونو له خوا ونیول شول.

ملي امنیت د نیول شویو کسانو هویت نه دی په ډاګه کړی خو وایي، په نیول شویو وسلو کې درې میله راکټونه، ۱۹ میله خفیه وسلې، دوه لاسي بم غورځوونکې الې، ۵۵ مخابرې، ۴۰ ریموټ کنترول ماینونه، زرګونو مرمۍ او نورې وسلې شاملې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي