۰
د کندهار دیني عالمان:

حکومت او طالبان دې جګړه بس او د سولې خبرې دې پیل کړي

شنبی ۸ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۱۹
کندهار کې سلګونه دیني عالمانو پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور جګړه بس او د سولې خبرې پیل کړي.
حکومت او طالبان دې جګړه بس او د سولې خبرې دې پیل کړي
کندهار کې سلګونه دیني عالمانو پر افغان حکومت او وسله والو طالبانو غږ وکړ، چې نور جګړه بس او د سولې خبرې پیل کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه دیني عالمانو ویل، چې د سولې لپاره یو فرصت رامنځ ته شوی او دواړه لوري باید له دغه فرصته پوره ګټه واخلي.

دغه دیني عالمان چې د سولې له پروستې د ملاتړ په موخه راټول شوي و ټینګار وکړ، چې د سولې لپاره دې دواړه لوري وسله پر ځمکه کېږدي او اوربند دې وکړي.

دوی ټینګار وکړ، چې افغانان تر بل هر وخت سولې ته زیات نېږدي شوي او اړتیا ده، چې له رامنځ ته شوي فرصت څخه ښه ګټه واخستل شي.

د کندهار دیني عالمانو و ویل، که له اوسني فرصت ګټه وانخیستل شي، نو په افغانستان کې به یوځل بیا پخوانۍ ترخې تجربې تکرار شي.

دیني عالمانو او قومي مخورو د سولې ټینګښت په برخه کې د خلکو همکاري مهمه وبلله او زیاته یې کړه، چې د جګړې د پای ته رسولو لپاره باید د مخورو مشرانو له نفوذ څخه استفاده وشي.

دوی ویل، چې د مذاکراتو له پیل وړاندې باید د ښکېلو لوریو ترمنځ دباور فضا رامنځ شي او دواړه لوري دې د تاوتریخوالي پرځای دې خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي