۰

پکتیکا او وردګو کې ۴۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې

یکشنبه ۹ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۰۶
کورنیو چارو وزارت وایي، پکتیکا او وردګو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او نښتو کې ۴۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
پکتیکا او وردګو کې ۴۸ طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې
کورنیو چارو وزارت وایي، پکتیکا او وردګو ولایتونو کې د افغان ځواکونو په عملیاتو او نښتو کې ۴۸ تنه وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې کورنیو چارو وزارت نن شنبې د چنګاښ ۹ مه خپره کړې خبرپانه کې ویلي، تېره شپه د پکتیکا ولایت په وړممۍ ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې ده.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دغه نښته کې د یادې ولسوالۍ لپاره د طالبانو مرستیال ولسوال او ۷ نور طالبان وژل شوي، چې د دوه جسدونه د جګړې په میدان پاتې دي.

سرچینه زیاتوي، چې په دې جګړه کې یو موټرسایکل، دوه میله کلاشینکوفونه او یو پایه مخابره د پولیسو لاسته ورغلي دي.

بل خوا وزارت وایي، د همدې ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې هم د افغان ځواکونو او طالبانو تر منځ نښته شوې، چې په کې د ولسوالۍ لپاره د طالبانو نظامي مسوول ملا یعقوب له پنځو طالبانو سره یو ځای وژل شوی دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په جګړه کې څلور طالبان ټپیان، یو قبضه راکټ، یو شمېر لاسي بمونه او دوه کړۍ د ټانګ ضد ماینونه کشف او شنډ شوي دي.

وزارت په دغه جګړه کې د دوه پولیسو د ټپي کېدو پخلی هم کړی دی.

دغه راز کورنیو چارو وزارت زیاته کړې، چې همدې ولایت د زیړوک ولسوالۍ په اړوند برخو کې افغان ځانګړو ځواکونو د ترهګرو طالبانو پر یوه مرکز شپني عملیات ترسره کړي دي.

خبرپاڼه وايي، په دې عملیاتو کې ۱۳ تنه طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې او څلور میله کلاشینکوفونه یې د ځانګړې قطعې لاسته ورغلي دي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د میدان وردګو ولایت په سید آباد او چک ولسوالیو کې د ۱۸ طالبانو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

سرچینه وايي، ځانګړو افغان ځواکونو په هوايي او ځمکنیو عملیاتو کې په سید آباد ولسوالۍ کې ۱۰ وسله وال طالبان وژلي او څلور تنه یې ژوندي نیولي دي.

دغه راز خبرپاڼه زیاتوي، چې په دې عملیاتو کې د وسله والو د وسلو یو زېرمتون له منځه وړل شوی او په تړاو یې یو طالب نیول شوی دی.

وزارت زیاته کړې، چې د وردګو په چک ولسوالۍ کې هم د هوايي برید په ترڅ کې ۳ وسله وال طالبان وژل شوي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه د دې ټولو نښتو او بریدونو په اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:پکتیکا
 
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي