۰
ټرمپ:

د سرتېرو تر ایستلو وروسته به افغانستان کې قوي استخباراتي ډله پرېږدو

سی شنبه ۱۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۹
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان د خپلو سرتېرو تر ایستلو وروسته به قوي استخباراتي ډله هلته پرېږدي.
د سرتېرو تر ایستلو وروسته به افغانستان کې قوي استخباراتي ډله پرېږدو
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په تازه څرګندونو کې ویلي، چې له افغانستان د خپلو سرتېرو تر ایستلو وروسته به قوي استخباراتي ډله هلته پرېږدي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه څرګندونې له فاکس خبري شبکې سره په یوه تازه مرکه کې کړې او ویلي یې دي، امریکا به اجازه ورنکړي، چې سیمه او افغانستان یو ځل بیا د ترهګرو پر لابراتوار او تولید ځانی بدل شي.

ولسمشر ټرمپ ټينګار کړي، چې د سرتېرو تر ایستلو وروسته به په افغانستان کې خورا پیاوړې استخباراتي ډله پرېږدي او دغه ډله به هر څه له نږدې څاري.

نوموړي ویلي، دا استخباراتي ډله به د تر هغه ډېره پیاوړې وي چې خلک یې اټکل کوي.

هغه د خپلو قوماندانو له قوله ویلي، ښه به دا وي، چې د امریکا پر ځای د افغانستان په خاوره کې له ترهګرۍ سره مبارزه وشي.

ټرمپ یادې څرګندونې پر داسې مهال کوي، چې دمګړی په قطر کې د امریکایي او طالب پلاوو ترمنځ پر افغان سوله خبرې روانې دي.

دواړه لوري وايي، خبرو کې پرمختګ شوی خو تر اوسه کومه موافقه نه ده شوې.

د امریکا او طالبانو تر منځ خبرې په څلور ټکو له افغانستان د بهرنیو ځواکونو وتل، د نورو پر ضد د افغان خاورې نه کارول، له افغان حکومت سره مخامخ خبرې او اوربند راټولې دي.

ځینې سرچینې وایي، طالبان ټینګار کوي، چې لومړی دې د بهرنیو ځواکونو د وتلو مهال وېش اعلان شي، خو امریکايي لوری ورته وایي، لومړی له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته کېنی.

طالبانو پرون ویلي، چې دوی بین الاافغاني خبرې کوي، خو له افغان حکومت سره به د حکومت په حیث خبرې نه کېږي.

په ورته وخت کې د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په تازه ټوېټونو کې ویلي، چې راوتلونکې اوونۍ به قطر او جرمني د بین الاافغاني مذاکراتو کوربه وي.

نوموړي له دواړو هېوادونو مننه کړې او تمه یې ښودلې، چې د قطر بین الاافغاني خبرې به د افغان ۴۰ کلن ناورین د پای ته رسېدو لامل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي