۰

پاکستان خپل هوايي حریم کې افغان پروازونو ته اجازه ورکړه

سی شنبه ۲۵ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۸:۴۲
پاکستان له ۱۳۵ ورځو او ۲۷ میلیون ډالرو تاوان اړولو وروسته خپل هوايي حریم کې افغان پروازونو ته اجازه ورکړه، چې له خاورې یې هند ته تېر شي.
پاکستان خپل هوايي حریم کې افغان پروازونو ته اجازه ورکړه
پاکستان له ۱۳۵ ورځو او ۲۷ میلیون ډالرو تاوان اړولو وروسته خپل هوايي حریم کې افغان پروازونو ته اجازه ورکړه، چې له خاورې یې هند ته تېر شي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هند او پاکستان تر منځ کړکېچ وروسته پاکستان خپل فضايي حریم د افغان الوتکو پر مخ وتاړه.

پاکستان ۱۳۵ ورځې خپل فضايي حریم د افغان الوتکو پر مخ تړلی و او دغه کار یې افغانستان ته ۲۷ میلیونه ډالر اقتصادي زیان واړاوه.

خو د افغان حکومت د پرله پسې هڅو وروسته پاکستان خپل هوايي حریم د افغانستان د الوتکو پر مخ خلاص کړ او اجازه یې ورکړه، چې د دوی له لارې هند ته تېرې شي.

د ملکي هوايي چلند ادارې او د ملي امنیت شورا د اخذ او همغږۍ ریاست پر خپله رسمي فیسبوک او ټوېټر پاڼو د دغه خبر تایید کړی ویلي یې دي، چې پاکستان له ۱۳۵ ورځو وروسته ټولو ملکي پروازونو ته اجازه ورکړي چې ددوی له فضا استفاده وکړي.

د هوايي چلند ادارې په وینا د پاکستان له فضا پر پروازونو تېرو بندیزونو افغان هوايي شرکتونو ته او مسافرو ته ګڼ زیانونه اړولي وو.

دغه ادارې د یادې فضا د پرانیستل کېدو برخه کې د افغان دولت له هڅو هم مننه کړې ده.

د ملي امنیت شورا د اخذ او همغږۍ ریاست وايي، له دې وروسته به کابل- ډیلي ته د یوې الوتنې بیه بیرته یوسلو شپېته ډالرو پورې راښکته شي په داسې حال کې چې کله د پاکستان هوايي حریم تړلی و، نو د ایران له لارې کابل نه نوي ډيلي ته د یوې الوتنې د ټکټ بیه ۳۰۰ نه تر ۳۵۰ ډالرو ختلې وه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي