۰

د ولسمشر غني د کور د ساتنې قوماندان ساه ورکړه

چهارشنبه ۲۶ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۷
راپورونه وایي، د ولسمشر غني د کور د ساتنې قوماندان جنرال غفار احمدزی چې په یوه برید کې ټپي شوی و د سختو ټپو له امله ساه ورکړې.
د ولسمشر غني د کور د ساتنې قوماندان ساه ورکړه
راپورونه وایي، د ولسمشر غني  د کور د ساتنې قوماندان جنرال غفار احمدزی چې په یوه برید کې ټپي شوی و د سختو ټپو له امله ساه ورکړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ویل کېږي جنرال غفار احمدزی پرون د کابل ښار ۱۶ ناحيې په قلعه زمان خان کې په يوه بمي بريد کې ټپي شوی و، چې تير ماښام ومړ.

ویل کېږي نن چهارشنبې د چنګاښ ۲۶ مه د کابل په عيدګاه جومات کې د جنرال غفار احمدزي د جنازې مراسم و.

د احمدزي جنازې ته د احترام په موخه نن سهار ولسمشرغني د سردار محمد داود خان روغتون ته هم ورغلی وو.

ارګ په یوه خبرپانه کې ویلي، ښاغلي غني د دعا پرمهال جنرال احمدزی د هېواد رښتینی او خدمتګار بچی وباله چې ځان یې د هېواد دفاع او نظام ساتنې ته بښلی و او د دشمن له خوا په شهادت ورسول شو.خاورو ته سپارو، چې خپل ځان یې د هیواد دفاع او د نظام ساتنې ته وقف کړی و، خو ذلیل دښمن په شهادت ورساوه.

ولسمشري ویلي«زموږ ژمنه داده چې د شهید احمدزي کورنۍ او اولادونو ته به د مسوولینو له لوري پر وخت رسیدګي کېږي او د شهید احمدزي اولادونه به د خپل شهید پلار د متانت، زړورتیا او اعتماد هغه ځای چې نن خالي دی ، په ویاړ سره ډک کړي.»

طالبانو په رسمي توګه د ولسمشرۍ ماڼۍ ،د خاص ساتونکي ځواک (PPS)د لوړ پوړي چارواکي جنرال عبدالغفار احمدزي ،د وژل کيدو مسووليت پر غاړه اخستی دی.


جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي