۰
امریکايي رسنۍ:

ټرمپ به له عمران خانه وغواړي، چې طالبان هر اړخیز اوربند ته چمتو کړي

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۰۱
امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ټرمپ به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه وغواړي، چې طالبان هر اړخیزه او دوامداره اوربند ته چمتو کړي.
ټرمپ به له عمران خانه وغواړي، چې طالبان هر اړخیز اوربند ته چمتو کړي
امریکايي رسنۍ وايي، ولسمشر ټرمپ به د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان څخه وغواړي، چې طالبان هر اړخیزه او دوامداره اوربند ته چمتو کړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې واشنګټن ته د عمران خان د سفر په درشل کې دغه معلومات امریکايي رسنیو د سپینې ماڼۍ د سرچینو په حواله خپاره کړي دي.

په دې معلوماتو کې دا هم ویلي، چې د ټرمپ او عمران خان په لیدنه کې به د قطر د خبرو اترو د پرمختګونو او ژر تر ژره د بین الاافغاني مذاکراتو د پيلېدو په اړه هم خبرې وشي.

د سرچینې په وینا ټرمپ له پاکستان دا هم وغواړي، چې د بین الاافغاني خبرو اترو په برخه کې خپل رغند رول ولوبوي او طالبان بین الاافغاني خبرو ته حاضر کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو د خبرو له پیل راهیسې له اوربند او افغان حکومت سره له خبرو کولو چورلټ انکار کړی او یوازې له افغانستان د بهرنیو ځواکونو پر وتلو ټینګار کوي.

بل خوا امريکن انترېست مجلې دې لیدنې ته په اشاره ليکلي، افغانستان د پاکستان او واشنګټن ترمنځ د اجنډا مهمه مسئله ده.

د مجلې په وينا دا په دې مانا ده چې د پاکستان ځواکمن پوځ ته به د طالبانو د پنځه وېشت کلن جنګي ماشين په ټولولو کې چې دوى په خپله جوړ کړى او ساتلى، کليدي رول ورکړل شي.

په ورته وخت کې دا هم ویل کېږي، چې امریکا به له پاکستانه غواړي چې هر څومره ژر شکیل افریدی له بنده ازاد کړي.

یو لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي، ټرمپ به له عمران خان سره په لیدنه کې له هغه وغواړي، هغه ډاکټر چې د اسامه بن لادن په پيدا کولو او له منځه وړلو کې یې مرسته کړې ده ژر تر ژره له بنده خوشې کړي.

د یادونې ده، چې د پاکستان لومړی وزیر عمران خان به نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه په درې ورځني سفر واشتګټن ته ولاړ شي.
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي