۰

مشهور وسله وال غل مجتبی پولیسو نیولی دی

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۲۹
د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار کې یو تن مشهور او متکرر وسله وال غل چې په قتلونو کې یې هم لاس درلود د پولیسو له خوا نیول شوی دی.
مشهور وسله وال غل مجتبی پولیسو نیولی دی
د کورنیو چارو وزارت وایي، کابل ښار کې یو تن مشهور او متکرر وسله وال غل چې په قتلونو کې یې هم لاس درلود د پولیسو له خوا نیول شوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، دغه غل مجتبی نومېږي او په مجتبی خواجه بغرا مشهور دی.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، نوموړي د کابل ښار په بېلا بېلو حوزو کې په وسله والو غلو او چاپولګریو کې لاس درلود او یو متکرر جنایت کار دی.

کورنیو چارو وزارت وايي، مجتبی پرون شنبې د چنګاښ ۲۹ مه د جنايي جرمنو سره د مبارزې پولیسو په ځانګړو اوپراتیفي عملیاتو کې د کابل ښار د پنځلسمې حوزې اړوند سیمه کې ونیوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي