۰

د ماشومې مهسا قاتلین په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۲:۵۰
پلازمېنه کابل کې د وژل شوې ماشومې مهسا تښتوونکي او قاتلین د استیناف د سترې محکمې له خوا په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول.
د ماشومې مهسا قاتلین په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول
پلازمېنه کابل کې د وژل شوې ماشومې مهسا تښتوونکي او قاتلین د استیناف د سترې محکمې له خوا په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې شپږ کلنه مهسا د تېر کال د کب په ‍۱۹ مه نېټه په کابل کې تښتول شوې وه، چې له څو ورځو وروسته یې جسد د مردارو اوبو په یوه ویاله کې وموندل شو.

د مهسا تر وژل کېدو او جسد موندلو وروسته پولیس وتوانېدل، چې د هغه د تښتونکې او قتل په تور دوه کسان ونیسي او عدلي او قضايي ارګانونو ته یې وسپاري.

دغه دوه کسان یو سجاد اغا او روح الله نومېږي، چې تر نیولو وروسته یې په خپل جرم اعتراف وکړ او د ابتدایه محکمې له خوا په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم شول.

خو نن د دغه دواړو کسانو استیناف محکمه هم تر سره شوه، چې په کې دواړه کسان په ۳۰ – ۳۰ کاله بند محکوم او یادې محکمې د ابتدایه محکمې پرېکړه تایید کړه.

ولې د مهسا پلار د ابتدایه محکمې پر مهال هم د خپلې لور د تښتوونکو او قاتلینو د په دار ځړولو غوښتنه کوله او نن یې هم په محکمه کې ویل، چې د خپلې لور قاتلینو ته د اشد مجازات غوښتونکی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي