۰
نړیوال بانک:

د افغانستان اقتصادي وده پڅه ده، تېر کال یې دوه سلنه وده درلوده

یکشنبه ۳۰ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۳:۴۵
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، که څه هم په اصلاحاتو کې پرمختګ شوی خو د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مخ دی.
د افغانستان اقتصادي وده پڅه ده، تېر کال یې دوه سلنه وده درلوده
نړیوال بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه تازه خپاره کړي راپور کې ویلي، که څه هم په اصلاحاتو کې پرمختګ شوی خو د دغه هېواد اقتصادي پرمختګ له ننګونو سره مخ دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد بانک نن یکشنبې د چنګاښ ۳۰ مه په یوه تازه راپور کې ویلي، افغانستان تېر کال کابو دوه سلنه اقتصادي وده درلوده.

د سرچینې په وینا دا د جنوبي آسیا د هېوادونو په کچه تر ټولو ټيټه اقتصادي وده، چې د افغانستان د فقر کچې زیاتولي ته په کتو بسنه نه کوي.

د دې راپورو په یوه برخه کې راغلي، پڅه اقتصادي وده، د دولت د پالیسیو د خرابېدو له امله نه بلکې د منفي جټکو له امله رامنځ ته شوی او کېدای شي په راتلونکي کې د افغانستان د اقتصادي ودې کچه لوړه شي.

په راپور کې ویل شوي« حقيقت دا دی چې دولت په دغو سختو شرايطو کې د ډېرو معيارونو له مخې د پاليسيو په اصلاحاتو کې منظم پرمختګ کړی دی، که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي په راتلونکو کلونو کې د افغانستان د اقتصادي ودې د کچې د لوړېدو اټکل کېږي.»

دغه بانک د وچکالۍ ختمېدل، د انتخاباتو اړوند سياسي ستونزو حلېدل او پر وخت د نتایجو اعلانول د افغانستان اقتصادي ودې پورې تړلي شاخصونه یاد کړي دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس هنري کرالي ویلي، افغانستان هم‌ مهاله د وچکالۍ سربیره ډېرېدونکې ناامنۍ، ټاکنو پورې تړلی مبهم سياسي وضعيت او د نړیوالې ټولنې په امنيتي مرستو کې د احتمالي کموالي له جدي ننګونو سره مخ دی او دا هر یو د اقتصادي ودې په وړاندې قوي خنډونه جوړوي.

د هغې په وینا دولت بايد ډېر کار وکړي چې د سوداګرۍ چاپېريال ښه کړي، د ټاکنو پروسه پرته له خنډه پلې کړي او په راروانو سختو مياشتو کې د اداري فساد او کمو شويو مالي منابعو د خراب مديريت مخنيوی وکړي.

نوموړي زیاته کړې، نړيواله ټولنه په امنیتي او پراختیايي برخو کې د خپلو مرستو د دوام له لارې د خصوصي سکتور او اقتصادي ودې د تقويې په برخه کې حياتي رول لوبولی شي.

خو هغه ټینګار کړی، چې نړیواله ټولنه باید دا يقيني کړي، چې مرستې یې د افغان دولت له پلانونو سره همغږې او تړلې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي