۰
ولسمشرغني:

سوله راولو خو پر جمهوریت او ښاري حقونو معامله نه کوو

دوشنبه ۳۱ سرطان ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۵۴
ولسمشر غني وایي، سره له دې چې په هېواد کې ستونزې شته، خو ورځ تر بلې د پرمختګ په لور روان دی او هېڅوک یې د دغه پرمختګ مخه نه شي نیولی.
سوله راولو خو پر جمهوریت او ښاري حقونو معامله نه کوو
ولسمشر غني وایي، سره له دې چې په هېواد کې ستونزې شته، خو ورځ تر بلې د پرمختګ په لور روان دی او هېڅوک یې د دغه پرمختګ مخه نه شي نیولی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي غني دغه څرګندونې نن دوشنبې د چنګاښ ۳۱ مه د ن نظارت او انسجام د ګډ بورډ ۲۲ مه ناسته کې د وینا پر مهال وکړې.

نوموړي و ویل، چې افغانستان د یوه قومي او مظبوط ملت خاوند دی، چې هېڅ ډول ستونزو ته سر نه ټيټوي، بلکې په تدبیر سره یې د حل کولو هڅه کوي.

ښاغلي غني زیاته کړه«زموږ ملت اجازه ورنه کړه، چې تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار شي، دښمن ونه شوی کولی زموږ منځ کې درځ واچوي، د وسله والو بریدونو او د یوه سیاسي قشر غوغا ونه شوی کولی زموږ د پرمختګ مخه ونیسي، دا پرمختګ به همداسې دوام وکړي، یوازې یو څو کاله وخت ته اړتیا لرو تر څو په خپلو پښو ودرېږو، خو تر هغې چې په خپلو پښو درېږو د نړیوالې ټولنې او همکاره هېوادونو مرستو او همکاریو ته اړتیا لرو، ځکه افغانستان لا هم د ترهګرۍ سره چې د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.»

ولسمشر په خپلو خبرو کې راتلونکو ولسمشریزه ټاکنو ته هم اشاره وکړه او ویې ویل، چې افغان ملت او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه د تېر په څېر یو ځل بیا چمتو دي، چې د خپل هېواد برخلیک په خپله وټاکي.

نوموړي زیاته کړه، چې په راتلونکو څو ورځو کې به ولس د خپل برخلیک د ټاکلو لپاره یو نوی څپرکی پرانیزي او د ولسمشرۍ ټاکنو په کمپاینونو سره به ولس ته دا فرصت په لاس ورکړل شي، چې د نوماندانو برنامې په غور سره و ارزوي، قضاوت پرې وکړي او خپل راتلونکی ولسمشر وټاکي.

د ولسمشر په وینا افغان حکومت د ټاکنو لپاره
ښاغلي غني زیاته کړه«زموږ ملت اجازه ورنه کړه، چې تېر تاریخ یو ځل بیا تکرار شي، دښمن ونه شوی کولی زموږ منځ کې درځ واچوي، د وسله والو بریدونو او د یوه سیاسي قشر غوغا ونه شوی کولی زموږ د پرمختګ مخه ونیسي، دا پرمختګ به همداسې دوام وکړي، یوازې یو څو کاله وخت ته اړتیا لرو تر څو په خپلو پښو ودرېږو، خو تر هغې چې په خپلو پښو درېږو د نړیوالې ټولنې او همکاره هېوادونو مرستو او همکاریو ته اړتیا لرو، ځکه افغانستان لا هم د ترهګرۍ سره چې د ټولې نړۍ لپاره ستر ګواښ دی د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.»
د ملت له پیسو ۷ میلیارده افغانۍ ځانګړې کړې او دا لوی ویاړ دی، چې حکومت د لومړي ځل لپاره د ټاکنو زیات لګښت پر خپله غاړه اخلي او له خپله جېبه یې ورکوي.

ولسمشر غني پر افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او دغه راز په ټولو دولتي ادارو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې بې طرفه اوسي او هره اداره باید دغه اقدامات مراعات کړي.

ښاغلي غني ډاډ ورکړ، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه بشپړ چمتوالی لري، چې د ټاکنو امنیت خوندي کړي او دغه راز یې پر عدلي او قضايي ارګانونو غږ وکړ، چې په ټاکنو کې لاسوهونکو او سرغړونو ته د جزار د قانون سره سم چټک اقدام وکړي.

افغان ولسمشر ټینګار وکړ، چې تر یوې ورځې پورې به افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو او ټولو دولتي ادارو ته د ټاکنو په اړه طرزاالعمل خپور شي او هیله ده، چې عمل پرې وکړي.

هغه د ټاکنو او اصلاحاتو په اړه د نړیوالې ټولنې او مرستندویه هېوادونو هم وغوښتل، چې د سولې او ټاکنو پروسه دواړه تر څار لاندې ونیسي او په دې برخه کې همکاري وکړي.

ښاغلي غني و ویل، لکه څنګه چې نړیواله ټولنه له افغان حکومته حساب کتاب غواړي، دغه راز افغان حکومت هم له نړیوالې ټولنې او ملګروملتونو هیله لري، چې همدا ډول افغان حکومت او ولس ته حساب ورکړي.
 
سوله:

ولسمشر غني د سولې په اړه و ویل، چې د ملت د اردې او زور پر مټ به سوله راولي، خو په دغه سوله کې به د افغانستان په جمهوري نظام او د خلکو په ښاري حقونو او ارزښتونو معامله ونه کړي.

ښاغلي غني سوله د افغان ولس لومړیتوب وباله او ویې ویل، چې حکومت سولې ته کلک هوډ لري او په دې برخه کې به د لویې جرګې پرېکړې او چوکاټ چې حکومت ته یې ورکړی دی، ګام په ګام عملي کړي.

ولسمشر و ویل«سوله راولم، د دغه ملت په زور او ارادې سوله راولم، زموږ د سولې برنامه د دې لامل شوه، چې خلک پوه شي، چې زموږ د نظام ارزۍښت څه دی او دا ارزښت ورځې تر بلې مخ په پراخېدو دی، افغانستان نباید نور د اسیا د قارې یتیم پاتې شي، موږ سولې ته اړتیا لرو، چې باید تر سره شي، خو په سوله کې هېڅوک او هېڅ جوړجاړی نه شي کولی زموږ په جمهوري نظام او د خلکو ښاري ارزښتونو او حقونو رانه واخلي.»

ښاغلي غني ټینګار وکړ او ویې ویل، جمهوري نظام او د خلکو د ښاري حقونو او ارزښتونو خوندیتوب هغه دوه غوښتنې دي، چې افغان ولس په تېره ځوانان او مېرمنې یې غواړي او هېڅ ډول معامله پرې ورته د منلو نه ده.

د ګاونډیو او سیمې په اړه:

ولسمشر غني د ګاونډیو او سیمې په اړه و ویل، چې افغانستان له هېڅ هېواد سره بنیادي شخړه او ستونزه نه لري، خو ستونزه زموږ د جغرافیايي موقعیت په اړه زموږ سره ده.

نوموړي و ویل، چې نور دغه موقعیت ورو ورو د شخړۍ پر ځای د څلور لارې بدلېدو په حال کې دی او موږ هڅه کو، چې افغانستان د سیمې په اقتصادي څلور لاري بدل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي