۰
عمران خان:

د طالبانو له استازو سره به وګورم، هغوی باید په افغان ټاکنو کې حضور ولري

چهارشنبه ۲ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۰۹:۵۸
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي پاکستان ته له رسېدو وروسته به د طالبانو له استازو سره وګوري او هغوی به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.
د طالبانو له استازو سره به وګورم، هغوی باید په افغان ټاکنو کې حضور ولري
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان ویلي پاکستان ته له رسېدو وروسته به د طالبانو له استازو سره وګوري او هغوی به له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې عمران خان دغه څرګندونې پرون سه شنبې د زمري لومړۍ نېټه د امریکا د سولې په انستیتوت کې د وینا پر مهال کړې.

نوموړي ټینګار کړی، چې د افغانستان ولسمشرۍ ټاکنې باید پراخ بنسټه وي او طالبان هم باید په کې حضور ولري او دی به هڅه وکړی، چې طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

خان وویل«طالبانو څو میاشتې مخکې غوښتل چې له ما سره وګوري، له هغه ځایه چې تل مې ویلي وو چې د افغانستان جګړه پوځي حل لاره نلري د طالبانو په منځ کې اعتبار لرم، خو د افغانستان دولت نه غوښنل چې زه له هغوی سره وګورم، اوس، د جمهور رئیس ټرمپ او جمهور رئیس غني سره له خبرو وروسته له طالبانو سره ګورم او هڅه کوم چې هغوی د افغانستان دولت سره مستقیمو خبرو ته وهڅوم.»

هغه پر دې هم شکر ایستلی چې ټرمپ د امریکا ولسمشر دی که نه د ده په وینا د افغانستان جګړې به ۱۹ کاله نور هم دوام کړی وای.

عمران خان زیاته کړه، چې د پاکستان د لومړي وزیر په توګه د ده د سیاسیتونو یو اصلي توپیر دا دی، چې د افغانستان په چارو کې مداخله نه کوي، ځکه په وینا یې دا مداخله د پاکستان په تاوان ده.

نوموړي ټینګار وکړ، چې د ده او د پاکستان د پوځ په سیاستونو کې هېڅ توپیر نشته او دواړه نه غواړي د افغانستان په چارو کې مداخله وکړي.

هغه و ویل«موږ باید هېڅ کله د افغانستان په چارو کې مداخله ونه کړو او پرېږدو چې پخپله تصمیم ونیسي، د پاکستان پوځ زموږ د دریځ ملاتړ کوي.»

خو ډېری شنونکي په دې باور دي، چې د پاکستان پوځ او اسختباراتو تل د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه کړې، د ترهګرو ملاتړ کوي، او هېڅ وخت یې د خپل ملکي حکومت سیاسیتونو ته ارزښت نه دی ورکړی.

د دوی په وینا د پاکستان د هرې پرېکړې واک د پوځ او استخباراتو په واک کې دی او هر څه چې دوی وغواړي په ملکي حکومت یې منلی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي