۰
طالبان:

که پاکستان را نه وغوړي ورځو او له عمران خان سره ګورو

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۰:۵۷
طالبان وایي، که پاکستان د دوی پلاوي ته رسمي بلنه ورکړي، نو دوی به ورشي او له لومړي وزیر عمران خان سره به وګوري.
که پاکستان را نه وغوړي ورځو او له عمران خان سره ګورو
طالبان وایي، که پاکستان د دوی پلاوي ته رسمي بلنه ورکړي، نو دوی به ورشي او له لومړي وزیر عمران خان سره به وګوري.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې قطر کې د طالبانو ویاند سهیل شاهین بي بي سي سره خبرو کې کړې دي.

شاهین ویلي، دوی د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وخت ناوخت ویني او که پاکستان هم رسمي بلنه ورکړي، نو ورځي ځکه دوی نورو هېوادونو ته هم سفرونه کوي او پاکستان خو بیا یو ګاونډی او مسلمان هېواد دی.

هغه زیاته کړې« موږ خو د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره وخت ناوخته وینو، نو که موږ له پاکستان څخه رسمي بلنه ترلاسه کړو، موږ سفر ورته کوو، لکه نورو هېوادونو ته چې يې کوو، ځکه چې پاکستان هم یو ګاونډی او مسلمان هیواد دی.»

شاهین دا څرګندونې وروسته له هغې کړې، چې عمران خان واشنګتن ته په وروستي سفر کې ویلي، چې پاکستان ته له رسېدو سره به د طالبانو له استازو سره وګوري او هغوی به له افغان دولت سره مخامخ خبرو ته وهڅوي.

عمران خان دا هم ویلي و، چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنې باید پراخ بنسټه وي او طالبان هم باید په کې ګډون وکړي.

ویل کېږي، عمران خان له واشنګتن وروسته قطر ته تللی او دوحه کې د قطر له لوړ پوړو چارواکو سره په لیدنو کتنو بوخت دی.

بل خوا شاهین په دې اړه چې که دوی هغه پاکستان ته چې له وړاندې د طالبانو په ملاتړ تورن دی ولاړ شي له غبرګونو سره به مخ نه شي ویلي، دا ډول تورنه مخکې هم پر دوی لګېدلي او دا ډول څرګندونې هغه کسان کوي، چې د ده په وینا افغانستان کې جګړه اږدول او توده ساتل غواړي.

هغه ویلي«زموږ مستقله پالېسي ده، یو زموږ ملي او اسلامي ګټې دي، چې په هغوی کې موږ هیچا ته مداخله نه ورکوو. البته یو له نورو هیوادونو یا ګاونډي هیوادونو سره اړیکي درلودل دي، موږ غواړو له هغوی سره روابط ولرو.»

په ورته وخت کې شاهین دا هم زیاته کړې، چې له بهرنیو سره تر بریالیو مذاکراتو وروسته به دوی له ټولو افغان اړخونو سره وګوري، چې د ده په خبره په دې کې افغان دولت هم راځي.

دی وایي،«خارجي برخه کې مذاکرات روان دي، وروستي ټکي پاته دي، که په هغه کې موږ حل ته ورسېږي، نو وروسته به د سولې توافق نامه اعلانېږي، چې بیا به موږ د مسالې داخلي اړخ ته ځو، چې په هغوی کې بیا له ټولو افغان جهتونو سره موږ خبرې کوو، چې په هغه کې حکومت هم د یوه جهت په توګه شاملېدای شي.»

د یادونې ده، چې عمران خان له کابل څخه د هغو دوو تښتوول شويو بهرنیانو استادانو د خوشي کېدو خبره هم کړې، چې درې کاله وړاندې تښتوول شوي وو او ویلي یې و، امریکا به په دې برخه کې هم ډېر ژر ښه خبرونه تر لاسه کړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند د ښاغلي خان همدې خبرې ته پام سره وايي، دوی وړاندې هم د خپلو ملګرو د خوشي کېدو په بدل کې تبادلې شوې دي او بیا هم دوی داسې کولی شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي