۰

ننګرهار: د واده مراسمو ته پر تلونکي موټر چاودنه شوې

پنجشنبه ۳ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۵:۲۰
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ولسي وګړي په یوه موټر کې د واده مراسمو ته روان و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې.
ننګرهار: د واده مراسمو ته پر تلونکي موټر چاودنه شوې
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې ولسي وګړي په یوه موټر کې د واده مراسمو ته روان و، چې د سړک د غاړې چاودنه پرې شوې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن پشنبې د زمري ۳ مه د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو ولسوالۍ د وزیرو تنګي په سیمه کې شوې ده.

د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وايي، د یوې کورنۍ غړي د واده مراسمو ته روان و، چې په یاده سیمه کې یې په موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه کړې.

نوموړي زیاته کړې، چې په دغه چاودنه کې د یوې کورنۍ شپږ مېرمنې او درې ماشومان وژل شوي او د یوې مېرمنې په ګډون پنځه تنه نارینه ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د حوزوي روغتون چارواکي وایي، دوی ته پنځه ټپیان وروړل شوي، چې دوه یې مېرمنې، دوه یې ماشومان او یو نارینه دی.

د هغه په وینا د ټپیانو روغتیايي حالت نازک دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي