ننګرهار کې ځايي چارواکو ټولو رېکشا چلوونکو ته خبرداری ورکړی، چې له دې وروسته دې له طالبانو له غړو پرته نور وسله وال کسان نه لېږدوی.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار ولایتي ادارې پرون شنبې د لړم ۱۵ مه په یوه خبرپاڼه کې له ولسونو هم هیله کړې، چې په ریکشاګانو کې د وسله والو کسانو په لیدو سره امنیتي مسوولانو ته خبر ورکړي.
دا اطلاعیه داسې مهال خپرېږي چې په ننګرهار ولایت کې د هدفي وژنو زیاتېدو اندېښنې پارولي دي.
په ځینو مواردو کې وسله والو کسانو له ریکشاګانو په استفاده د طالبانو پر غړو بریدونه کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل