سیمه ییز چارواکي وایي، د ننګرهار ولایت چپرهار ولسوالي د پراخو پوځي عملیاتو په ترڅ کې له داعش وسله والو په بشپړه توګه پاکه شوه.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، له تېرو ۲۰ ورځو راهیسې په دغه ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو له خوا عملیات روان وو.
نوموړي زیاته کړې، چې دغه عملیات د افغان پوځ له خوا پیل شوي و، چې په ترڅ کې یې د چپرهار ټولې سیمې له داعش او طالبانو پاکې شوې دي.
دی وايي، په عملیاتو کې وسله والو مخالفینو ته درنه مرګ ژوبله هم اوشتې، خو د کره شمېر په اړه یې معلومات نه دي ورکړي.
د ننګرهار د والي ویاند زیاتوي، چې د یادې ولسوالۍ د امنیت د خوندیتوب لپاره به هلته شپږ امنیتي پوستې او دوه بیزونه هم جوړ شي.
جمهورخبري آژانس:ننګرهار