۰
حامد کرزی:

امریکا او پاکستان د سولې پر وړاندې ستر خنډ دي، افغانان یې باید پر لوبه خبر وي

چهارشنبه ۹ اسد ۱۳۹۸ ساعت ۱۱:۴۳
مخکني ولسمشر حامد کرزي ویلي، امریکا او پاکستان په افغانستان کې خپلې خپلې ګټې او موخې پالي نو ځکه خو د سولې په لار کې ستر خنډ هم همدوی دی.
امریکا او پاکستان د سولې پر وړاندې ستر خنډ دي، افغانان یې باید پر لوبه خبر وي
مخکني ولسمشر حامد کرزي ویلي، امریکا او پاکستان په افغانستان کې خپلې خپلې ګټې او موخې پالي نو ځکه خو د سولې په لار کې ستر خنډ هم همدوی دی.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ښاغلي کرزي دغه څرګندونې له ملي رادیو تلوېزیون سره ځانګړې مرکه کې کړې او ویلي یې دي، دا چې په تېرو ۱۸ کلونو کې جګړه ختمه نه شوه او سوله ونشوه، لامل یې بهرنیان دي.

ښاغلي کرزي ویلي« په افغانستان کې د امریکا او پاکستان خپلې خپلې ګټې دي او هر یو خپلې موخې پالي نو ځکه خو د سولې په لار کې ستر خنډ هم دوی دي.»

هغه زیاته کړې افغان سیاستوالو ته په کار ده، چې د امریکا او پاکستان پر ګډه لوبه خبر وي او دوی ته دا موقع ور نه کړي چې په افغانستان کې خپلې لوبې مخ ته یوسي.

نوموړی وایي، افغانستان کې روانه جګړه پردۍ ده، چې قرباني یې افغانان دي، نو ځکه ښکېلو لورو ته په کار ده، چې د پردیو دغه دسیسې شنډې کړي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي ټینګار کړی چې امریکا باید خپل ځواکونه له افغانستان وباسي او افغانان دې هم خپلې ستونزې حل او هېواد دې د پردیو له دسیسو خلاص کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي